د روغتیا نړیوال سازمان: د کورونا وېروس له نوې بڼې د ډار پر ځای چمتوالی ورته پکار دی

د خپرېدو وخت

د روغتیا نړیوال سازمان 'ډبلیو ایچ او ' مسوولین وايي، نړیوال باید د کورونا وېروس له نوې بڼې اومېکرون د ډارېدو پر ځای باید چمتوالی ورته وکړي.

د جمعې پر ورځ یوې خبري غونډې ته وینا کې د یادې ادارې یوې مهمې ساینسپوه سومیا سوامیناتن وویل، د یو کال مخکې پرتله اوس وضعیت ډېر بدل شوی دی.

د تازه رپوټونو له مخې د کورونا وېروس پر نوې بڼه اخته ناروغان اوس د نړۍ په نژدې ۴۰ هېوادونو کې موندل شوي دي.

له کورونا ضد واکسین سره د وېروس دې بڼې مقاومت څرنګوالي او خپرېدو کچې سرعت په هکله تر اوسه کره معلومات نه دي ورکړل شوي.

د وېروس دا خورا بدله شوې، نوې بڼه لومړی ځل په سویلي افریقا کې وپېژندل شوه او په لومړي سر کې ساینسپوهانو وویل، ښايي د کوویډ - ۱۹ ځینې مدافعت پرې اغېز و نه کړي، خو دوی وايي، دا وروستي معلومات نه دي.

بل لور له رویټرز خبري اژانس سره خبرو کې ډاکتره سوامیناتن وايي، له سویلي افریقا ترلاسه شوي معلومات ښيي چې ښايي دا بڼه په خورا چټکۍ سره خپره شي او که څه وړاندوینه سخته ده، خو احتمالاً، په نړۍ کې پر همدې وېروس ډېری کسان اخته شي.

دا وايي: ''موږ باید څومره اندېښمن شو؟ موږ باید و نه ډار شو، بلکې محتاط واوسو او چمتو شو، ځکه موږ د پروسږ کال پرتله بدل شوي وضعیت کې یو. ''

بل لور د روغتیا نړیوال سازمان بېړنیزو مرستو چارو مشر مایک ریان وايي، نړۍ کې اوس ''خورا ډېر ګټور '' واکسین شته او باید پراخ وېش ته یې توجه وشي.

نوموړی وايي، له اومېکرون بڼې سره د برابرولو لپاره د دې واکسینو جوړښت کې لاسوهنې ته اړتیا نه شته.

د کورونا وېروس اومېکرون بڼې له موندل کېدو وروسته د نړۍ یو شمېر هېوادونو د سویلي افریقا سیمې له ځینې هېوادونو سره پر تګ راتګ بندیزونه لګولي دي.

امریکايي چارواکو د تازه سفري محدودیتونو لړ کې د نړۍ له هرې برخې ورتلونکو کسانو لپاره لازمه کړې چې امریکا ته له رسېدو ۲۴ ساعته مخکې باید کورونا معاینه وکړي.

د وېروس دا بڼه اوس د امریکا په لږ تر لږه شپږ ایالتونو کې موندل شوې.

په هوايي ایالت کې پر دې وېروس د یوه اخته کس په هکله ویل کېږي، چې بهر ته یې هیڅ سفر نه دی کړی.