بایډن روسیې ته د اوکراین 'سرو کرښو' په تړاو خبرداری ورکړ

د خپرېدو وخت

له هغو اندېښنو سره هممهاله چې ادعا کېږي، روسیه ډېر ژر پر اوکراین د یرغل پلان چمتو کوي، د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، د مسکو له لوري چمتو شوې 'سرې کرښې ' به و نه مني.

د امریکا ولسمشر وايي، د روسیې لپاره به ''ډېره، ډېره ګرانه کړي، '' چې پر خپلو ګاونډیانو یرغل وکړي.

بل لور د امریکا استخباراتي کړیو رپوټونه ښايي چې کېدای شي دا یرغل تر ۲۰۲۲ کال پورې پیل شي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې اوکراین چارواکي وايي، روسیې له دې هېواد سره پر پوله پوځي اکمالات ډېر کړي او هلته یې ۹۴ زره پوځیان ځای پر ځای کړي دي.

بل لور داسې تمه کېږي چې روانه اونۍ به د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین او د هغه امریکايي سیال جو بایډن تر منځ په سیمه کې د تاوتریخوالي کمولو په موخه ویډیويي ټیلیفوني خبرې وشي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن په دې مناسبت د خبرو پر مهال وویل، دی تمه کوي چې له روسي ولسمشر سره به اوږدې خبرې وکړي او خبرداری یې ورکړ چې د هیچا له لوري راکښل شوې سرې کرښې به و نه مني.

په داسې حال کې چې ولسمشر بایډن په مشخص ډول نه دي ویلي، غبرګون به یې څه وي، روانه اونۍ امریکايي او اوکرایني چارواکو هغه څرګندونې تکرار کړې، چې ښايي پر روسیې سخت اقتصادي بندیزونه ولګول شي.

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف تېره پنجشنبه وویل، له خپل امریکايي سیال انتوني بلېنکن سره لیدنه کې پر روسیې د تازه امریکايي بندیزونو ګواښ ورته شوی دی.

په ورته مهال د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه رپوټ کې د امریکايي استخباراتي سرچینو له قوله ویل شوي، ښايي ډېر ژر، ۲۰۲۲ کال کې روسیه پر اوکراین له څو لوریو یرغلونه وکړي چې تر ۱۷۵ زره پورې پوځیان به یې پکې شامل وي.

د اوکراین دفاع وزیر اولیکسي ریزنیکوف وايي، دی په دې باور دی چې په غالب ګومان د روسیې یرغل پیل به ''د جنورۍ په پای کې وي. ''

د روسیې او اوکراین تر منځ له ډېره وخته راهیسې تاوتریخوالی دوام لري.

روسیې په ۲۰۱۴ کال کې د اوکراین کریمیا سیمه په خپله خاوره پورې غوټه کړه او له هغه ژر وروسته یې د دغه هېواد په ختیځ کې د هغو بېلتون پالو وسله والو ملاتړ وکړ، چې په جګړو کې یې ۱۴۰۰۰ کسان ووژل شول.