اروپايي ټولنه د چین اغېز مخنیوي لپاره د ۳۴۰ میلیاردو ډالرو پانګونې پلان پیلوي

    • Author, جسیکا پارکر
    • دنده, بي بي سي - بروکسل
  • د خپرېدو وخت

اروپايي ټولنه د 'ګلوبل ګېټ وې ' په نامه د پانګونې یوه نړیوال پلان اعلانوي چې د چین د 'بېلټ اینډ روډ ' پلان بدیل هڅو په نظر ورته کتل کېږي.

د اروپايي ټولنې مشره ارزلا فانډرلنډ هیله منه ده چې ګلوبل ګېټ وې به یو باوري معیار ولري.

چین د لویو لارو، ریل پټلیو او بندرونو په رغاونه کې د بیلټ اینډ روډ پلان له مخې پانګونه کړې، خو پر دې هېواد تور پورې کېږي، چې په کومو هېوادونو کې یې پانګونه کړې، هغه د پورونو په یوه جال کې ایسار شوي دي.

د اروپايي ټولنې پلان په هکله ویل کېږي، چې د لارو، مخابراتو، معلوماتي تکنالوژۍ، چاپېریال ساتنې په برخه کې به پانګونه وشي.

د دې پلان په هکله داسې فکر کېږي چې په افریقا او د نړۍ ځینې نورو برخو کې د چین پراخېدونکي اغېز مخنیوي هڅو لړ کې پیلېږي.

خو د سې شنبې پر ورځ د دې پلان اعلان پر مهال اروپايي کمېسیون مسوولینو له بیا بیا پوښتنو سره سره د چین نوم له اخیستو ډډه وکړه.

بل لور د ارام سمندر لپاره د جرمني مارشل پلان پانګونې چارو ماهر اندریو سمال وايي، له دې شالیده انکار نه شي کېدای.

نوموړی وايي، که د چین بېلټ اینډ روډ پلان نه وای پیل شوی، د ګلوبل ګېټ وې په هکله به له هیچا سره فکر هم نه وای راپیدا شوی.

نوموړی وايي، دا د اروپا له لوري په پراخه کچه د پانګونې لومړنۍ جدي هڅه ده، چې له چینه د پور ترلاسه کوونکو هېوادونو لپاره یو بل بدیل هم باید واوسي.

چین د خپلې بهرنۍ پالیسې یوې مهمې برخې په توګه یو شمېر هېوادونو کې د لویو لارو، بندرونو او ریل پټلیو غځولو پروژو کې پانګونه کوي.

دا پروژې له لېرې ختیځه نیولې، تر سویلي او ختیځې اسیا او له افریقا تر بالکان هېوادونو پورې ګڼ شمېر هېوادونو کې پلي کېږي.

د چین پر دې پلان سختې نیوکې هم کېږي او د پورونو جال غوړولو پالیسۍ نوم ورکړل شوی دی.

ځینې بیا فکر کوي چې دا دومره اسانه موضوع هم نه ده، ځکه د دوی په اند په لویه کچه د پورونو ترلاسه کول اسانه چاره نه ده.

د دوی په اند چین له دې چارې سره یوه داسې تشه ډکه کړې، چې نورو ورته لېوالتیا نه درلوده.

له لوېدیځوالو سره د چین پراخېدونکي تاوتریخوالي لړ کې هم دغه هېواد خپل سیاسي، پوځي او اقتصادي اغېز ډېر کړی دی.

د اروپايي ټولنې مشر ارزلا فانډرلنډ به راتلونکې اونۍ پر چهار شنبه د ګلوبل ګېټ وې پلان جزیات وړاندې کړي.

اروپايي ټولنه اوسمهال د دې پلان لپاره له غړو هېوادونو، مالي ادارو او خصوصي سیکتوره د پانګې ترلاسه کولو کار کوي.

د اروپايي کېمسیون مشر سږ کال سپتمبر په کلنۍ وینا کې وویل:

''موږ د یوې داسې معیاري ودانیزې اډانې چمتو کېدو لپاره پانګونې اړتیا وینو چې په سفر او بارچالانۍ کې اسانتیاوې رامنځته کړي. ''

د ګلوبل ګېټ وې په ۱۴ مخیزه طرح کې داسې څه نه دي ویل شوي چې دا پلان د چین اغېز مخنیوي لپاره ترتیب شوی دی.

دیپلوماتان د نړۍ په دې برخه کې د اروپايي ټولنې اقتصادي او رغنیزو چارو ته د خوښۍ په نظر ګوري او د شریکو ګټو موضوع یې بولي.

د نړیوالې ودې او پرمختیا انسټیټیوټ ماهر سکاټ موریس وايي، دې سره به د سالم رقابت چاپېریال رامنځته شي.

نوموړی وايي، امریکا متحدو ایالتونو تېر کال د جي سېون غونډې پر مهال د خپل داسې یوه پروګرام یادونه کړې وه، چې د 'بلډ بېک بیټر ورلډ ' نوم یې ورکړی.

نوموړی وايي، غوغا ډېره ده، بېلا بېل نومونه یادېږي، خو دی د ګلوبل ګېټ وې پلان ته هیله من دی.

ښاغلی موریس وايي، د چین اغېز مخنیوي پر ځای مهمه دا ده، چې اروپايي ټولنه د مخ پر ودې هېوادونو لپاره د پانګې ترلاسه کولو یوه سرچینه شي.