پاکستان ته د کورونا وېروس نوې بڼې رسېدو مخنیوی 'ناشونې چاره ده'

کورونا

د عکس سرچینه، EPA

د خپرېدو وخت

پاکستان حکومت د کورونا نوې بڼې مخنیوي لپاره د احتیاطي اقداماتو تر څنګ اندېښنه څرګنده کړې چې د نورې نړۍ په څېر د اومېکرون نومې بڼې مخنیوی پاکستان کې هم ګرانه چاره ده.

د پاکستان پلان وزیر اسد عمر د روغتیا برخه کې د لومړي وزیر عمران خان له سلاکار فیصل سلطان سره ګډې خبري غونډې ته وویل، حکومت بېړنیز احتیاطي تدبیرونه کوي، خو د دې اقداماتو له کبله د کوویډ. نوې بڼې مخنیوی یوازې ''ستونځمنه نه ده، بلکې ناشونې چاره ده. ''

دې سره سره د امریکا، جاپان، اندونیزیا او سعودي عرب په ګډون یو شمېر هېوادونو د سفر لړ کې بندیزونه سخت کړي دي.

بل لور د بریتانیا په غوښتنه جي - سېون هېوادونه په همدې لړ کې بېړنیزه غونډه کوي.

په سویلي افریقا کې د کوویډ پر نوې بڼې اخته ناروغان اوس په نژدې ۱۳ هېوادونو کې موندل شوي دي. دې کې اسټرالیا، بلجیم، بوټسوانا، بریتانیا، ډنمارک، جرمني، هانګ، اسراییل، ایټالیا، هالنډ، فرانسه، سویلي افریقا او کاناډا شامل دي.

سویلي افریقا د سفر بندیزونو سملاسي لېرې کولو غوښتنه وکړه

South African President Cyril Ramaphosa addresses a press conference after the G20 Compact with Africa conference at the Chancellery in Berlin, Germany August 27, 2021.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ولسمشر راماپوسا وايي، د هېواد پر ضد یې لګول شوي سفري بندیزونه 'بې انصافي ده.'

د سویلي افریقا ولسمشر د خپل هېواد او ګاونډیانو پر ضد د کورونا وېروس نوې بڼې له خپرېدو وروسته لګول شوي نړیوال سفري بندیزونه غندلي دي.

ولسمشر سیریل راماپوسا وايي، دې بندیزونو سخت ناهیلی کړی او په خبره یې باید ژر تر ژره لېرې کړل شي.

بریتانیا، اروپايي ټولنه او امریکا متحده ایالتونه په هغو هېوادونو کې شامل دي، چې له سویلي افریقا سره یې پر تګ راتګ بندیزونه لګولي دي.

د کورونا نوې بڼه اومېکرون (اندېښمنونکې) بلل شوې او ماهرین وايي، په چټکۍ سره یې د خپرېدو خطر ډېر دی.

د کورونا دغه خورا ډېره بدله شوې بڼه د روانې میاشتې په لومړیو کې سویلي افریقا کې وپېژندل شوه او بیا یې په هکله تېره چهار شنبه د ملګرو ملتونو روغتیا سازمان (ډبلیو ایچ او) ته معلومات ورکړل شول.

د سویلي افریقا ګڼ مېشت ګایوتینګ ایالت ډېری نویو ناروغانو کې همدا بڼه لیدل شوې او په نورو سیمو کې هم پر کورونا وېروس نویو اخته شویو کسانو کې همدا بڼه تر سترګو شوې ده.

د دوشنبې پر ورځ جاپان تازه پر خپلو پولو بندیزونه سخت کړل او د نومبر له ۳۰ وروسته یې دغه هېواد ته د ننوتو لړ کېپر ټولو بهرنیانو بندیز ولګاوه.

ډبلیو ایچ او چارواکو بیا په داسې حال کې چې احتمالي خطر ته په کتو لګول شوي، غړو هېوادونو ته د بندیزونو سختۍ خبرداری ورکړی او په وینا یې باید د 'د احتمالي خطر، ساینسي بنسټ ولري. '

د افریقا لپاره د روغتیا نړیوال سازمان مشر ماتشیدیسو د یکشنبې پر ورځ وویل، داسې حال کې چې اومېکرون بڼه اوس د نړۍ بېلا بېلو سیمو کې لیدل شوې، داسې بندیزونه لګول چې افریقا په نښه کوي، نړیوال یو موټیوالي ته زیان رسوي.

بل لور د سویلي افریقا بهرنیو چارو وزارت پر یکشنبه په یوه اعلامیه کې د بېلا بېلو هېوادونو له لوري د خپل هېواد پر وګړو د ورتګ بندیزونه وغندل او په وینا یې د وېروس نوې بڼې موندلو له کبله د دغه هېواد ستاینې پر ځای سزا ورکړل شوې ده.

د بریتانا، جرمني، اسټرالیا او اسراییل په ګډون د کورونا وېروس اومېکرون بڼه اوس د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې پېژندل شوې ده.