د تېلو پلور کې د ګټې پر سر ناندرۍ؛ پاکستان کې ګڼ شمېر پټرول پمپونو کاربندیز کړی

د عکس سرچینه، Reuters
د پاکستان انرژۍ وزیر حماد اظهر په خپل هېواد کې د پټرول پمپونو له څښتنانو غوښتي چې خلکو ته ورپېښو ستونزو ته په کتو سره د کاروبار تړلو پر پرېکړه بیا غور وکړي.
نوموړي وايي، د تېلو پلور په ګټه کې د پمپونو څښتنانو ونډې زیاتولو غوښتنه به اقتصادي کومېټې ته وړاندې کړي، چې راتلونکې غونډه کې به پرې غور وشي.
نوموړی ادعا کوي چې د پټرول پمپونو کاربندیز په پلمه ځینې ډلې غواړي د ګټې سلنه یې نهه سلنه پورته شي، خو په وینا یې ''د ځینې شرکتونو خوشحالولو لپاره '' په دومره پراخه کچه اضافه ممکنه نه ده.
د پاکستان پټرول پلورونکو ټولنې اعلان له مخکې کړی چې که حکومت د نفتو پلور کې د دوی د ګټې کچه زیاته نه کړي، د نومبر له ۲۵ مې به کاربندیز وکړي.
که څه هم د کاربندیز د پنجشنبې له ورځې پیلیده، خو په ځینو سیمو کې د چارشنبې له ورځې پټرول اسټېشنه وتړل شول او د یو شمېر پرانیستو پمپونو مخکې د ګاډو خورا اوږده کتارونه لیدل شوي دي.
د تېلو کاروباریانو ټولنې ویاند نعمان بټ وايي، له تېرو دریو کلونو راهیسې د دوی د ګټې کچه نه ده زیاته شوې، خو بل لور د پمپونو لګښتونه ډېر شوي دي، چې په وینا یې له همدې کبله دوی ته ګرانه دي، چې کاروبار وکړي.
د پاکستان تېلو پلور ټولنه وايي، حکومت له ژمنې سره سره د دوی د ګټې کچه نه ده لوړه کړې، ځکه کاربندیز کوي.
بل لور د پاکستان انرژۍ وزارت چارواکي وايي، د شخصي پمپونو تړل کېدو سره سره به د پي ایس او، ګو، هېسکول او شیل په نومونو نفتو وېش شرکتونو تېل پمپونه فعال وي.

د عکس سرچینه، AFP
پاکستان کې اوسمهال د نفتو لومړنۍ بیه ۱۲۷ روپۍ او ۲۷ پیسې ده، چې د حکومتي مالیو تر څنګ د یو شمېر نورو مالیو له یو ځای کېدو وروسته په عام بازار کې د یو لیټر پټرولو بیه ۱۴۵ روپیو او ۸۴ پیسو ته رسېږي.
دې کې د پټرولو وېش کاروباریانو ته د یوه لیټر بیې ګټه درې روپۍ او ۹۱ پیسې رسېږي، چې اوس یې کاروباریان د زیاتولو غوښتنه کوي.
د نفتو چارو ماهر ارسلان حنیف وايي، د ډیزلو په یوه لیټر بیه کې دا ګټه درې روپۍ او ۳۰ پیسو ته رسېږي.



















