کورونا وېروس: په اروپا کې له خبرداري سره پولنډ کې د نویو ناروغانو شمېر ډېر شوی

د خپرېدو وخت

په اروپا کې د کوویډ نویو ناروغانو شمېر له ډېرېدو سره هممهاله پولنډ چارواکو ویلي، که د نویو ناروغانو شمېر کم نه شي، محدودیتونه به له سره ولګوي.

دې هېواد کې تېرو څلرویشتو ساعتونو کې د ۲۸ زره ۳۸۰ نویو ناروغانو نومونه ثبت شوي، چې ۱۷ سلنه ډېروالی په ګوته کوي.

په پولنډ کې روغتیاپالان وايي، هره ورځ تر ۴۶۰ پورې داسې مړینې ثبتوي چې د کورونا له کبله رامنځته کېږي.

ډېری کسان د هېواد په ختیځ کې مړه شوي، چې د واکسین شویو کسانو شمېر پکې د نور هېواد پرتله خورا لږ دی.

د پولنډ روغتیا چارواکي وايي، که تر دسمبر میاشتې پورې د نویو ناروغانو شمېر لږ نه شي، قرنطین محدودیتونه به له سره بېرته پلي شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د روغتیا نړیوال سازمان وايي، داسې وېره شته، چې تر راتلونکي میاشت پورې په اروپا او د اسیا ځینې برخو کې د کوویډ له کبله تر ۷۰۰ زره پورې نور کسان مړه شي.

د ټولې اروپا ۵۳ هېوادونو کې د کورونا وېروس له کبله وار له مخه د روغتیا له نړیوال سازمان سره د یو نیم میلیونو کسانو مړینه ثبت شوې ده.

بل لور د اروپايي ټولنې روغتیاپالنې څانګې مسوولین وايي، ټول غړي هېوادونو باید ټولو بالغو اوسېدونکو ته د کورونا ضد واکسین پر اضافي غښتلي کوونکي خوراک ورکولو غور وکړي.

په اروپايي ټولنه کې د ناروغیو مخنیوي او کنټرول څانګې مشر اندریا امون وايي، د واکسین اضافي خوراک ورکولو لړ کې باید لومړیتوب هغه کسانو ته ورکړل شي چې عمرونه یې تر ۴۰ کلونو پورته وي او له دویم ځلي واکسینه لږ تر لږه شپږ میاشتې وروسته ورکړل شي.

بل لور په اتریش او هالنډ کې د کورونا مخنیوي په پار د لګول شویو بندیزونو پر ضد پراخې مظاهرې شوې دي.

د دې ادارې مشورې منل د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو لپاره لازمي نه دی، خو د دې سلا، مشورو په رڼا کې غړي هېوادونه د روغتیا په هکله پالیسۍ چمتو کوي.

هلته په هند کې د واکسین ورکولو بهیر کې د سوکه والي له کبله داسې اندېښنې ښته چې ښايي چارواکي د وبا کنټرولولو کې پاتې راشي.