انتوني بلېنکن وايي، د سودان لومړي وزير خوشي کېدو رپوټونو ''هڅولی'' یم

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وايي، په سودان کې د کودتا له لارې له واکه د پوځیانو پر شا کېدو له پرېکړې سره 'هڅېدلی ' دی.

د ښاغلي بلېنکن دا څرګندونې د یکشنبې ورځې له هغه اعلان وروسته مخې ته راځي چې په کور کې د سودان نظر بند لومړی وزیر عبدالله حمدوک خوشی شو.

ښاغلي بلېنکن دغه راز له چارواکو غوښتي چې د سوله ییزو احتجاجیانو پر ضد له ځواکه کار وانخلي.

نوموړي په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، چارواکي باید اوس د ملکي واکمنو په مشرۍ انتقالي حکومت هڅو ته ستانه شي.

نوموړي په یوه ټویټر پیغام کې ویلي:

''له ټولو لوریو غواړم چې سودان کې د دیموکراسۍ پلي کولو لپاره د ملکي مشرتابه انتقالي حکومت له لارې هڅې دوه برابره کړي. زه یو ځل بیا له امنیتي ځواکونو زموږ هغه غوښتنه تکراروم چې د سوله ییزو اجتجاجیانو پر ضد د زور له کاروولو ډډه وکړي. ''

په سودان کې د پوځیانو له کودتا وروسته مظاهره کوونکو په لارو او کوڅو کې لاريونونه کول چې پوځيانو پر مظاهره کوونکو ډزې هم کړې وې.

په نړيواله کچه دغه پوځي کودتا غندل شوې وه خو جنرال برهان هغه مهال د کودتا د توضيح لپاره د سياسي مشرتابه تر منځ ناندرۍ د دليل په توګه بيان کړې وې.

له دې مخکې پرون یکشنبه د سودان لېرل کړل شوی لومړی وزير عبدالله حمدوک چې په خپل کور کې نظر بند و خوشي شو.

د راپورونو له مخې پوځ موافقه کړې چې لومړی وزير عبدالله حمدوک بېرته خپلې دندې ته ستون شي.

نوموړی څو اوونۍ وړاندې د پوځ له خوا په کودتا کې له واکه لېرې کړل شوی و.

د ښاغلي حمدوک د دفتر کسانو پرون تائيد کړه چې پر نوموړي د سفر محدويتونو لېرې کړل شوي او د هغه د کور شاوخوا امنيتي ساتونکي هم وتلي دي.

اټکل کېږی چې ښاغلی حمدوک به د تکنوکراتانو يوه خپلواکه کابينه جوړه کړي.