له روان ګاډي غورځېدلي نغد ډالر لارویانو چور کړي

د خپرېدو وخت

په امریکا متحدو ایالتونو کې له یوه ګاډي د نغدو ډالرو له غورځېدو وروسته د لویې لارې اوږدو کې ګډوډي او چور، تالان رامنځته شوي.

پر خواله رسنیو خپرو شویو ویډیويي کلیپونو کې لیدل کېږي، چې له یوه زغره وال ګاډي د توی شویو ډالرو نوټونو ټولولو لپاره خلک د سړک په منځ کې یو او بل لور منډې وهي.

دا پېښه د کالفورنیا، سانډیاګو تر منځ د غځېدلې لویې لارې اوږدو کې د جمعې پر ورځ ګهیځ نژدې پاو باندې نهه بجې رامنځته شوې.

پولیسو وايي، ځینې ډرېورانو د لارې اوږدو کې خپل موټر پر ځای پرې ایښي او د ډالرو پر چور بوخت وو، چې له کبله یې د لارې اوږدو کې ګډوډي رامنځته شوې.

رپوټونو کې ویل شوي، ځینې کسان نیول شوي هم دي او له ځینو نورو چې نغد ډالر یې جېب ته کړي، غوښتل شوي چې بېرته یې وسپاري.

رپوټونو کې ویل شوي، د پېسو یوه لېږدونکي زغره وال ګاډي دروازه د سفر پر مهال پرانیستل شوې، له پیسو ډکې کڅوړې ترې غورځېدلې، چې ډېری یې پرې شوې او ډالري نوټونه یې یوه بل لور ته شیندل شوي وو.

د کالفورنیا لویو لارو ساتونکي ځواک افسر جیم بیټینکورټ وايي: ''هر څه لامل چې یې و، خو له یوه ګاډي نغد ډالر غورځېدلي دي او ټوله لار د ډالرو له نوټونو ډکه وه. ''

د ورزشي روزونکې ډیمي باګبای له لوري په یوه ثبت شوي ویډیويي کلیپ کې ګڼ کسان لیدل کېږي، چې د لویې لارې یوه بل لور ته پر پرتو یو او شل ډالرو بانکي نوټونو غوټې وهي او راټولوي یې.

نوموړې په دې کلیپ کې وايي: ''تر دې زیات لیونتوب مې ټول عمر نه دی لیدلی. ''

د ځايي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، دوه کسان د پېښې په ځای کې نیول شوي دي.

د لویو لارو ساتونکي ځواک چارواکي وايي، د پلټنو فدرالي ادارې ایف بي ای نه هم د پېښې پلټنې لړ کې مرسته غوښتل شوي او له هغو کسانو چې نغد ډالر یې چور کړي، غوښتنه شوې چې رامخکې شي.