تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بریتانیا د فلسطین حماس ډله د ترهګرو ډلو په لیست کې شاملوي
د بریتانیا کورنیو چارو وزیره پريټي پټېل وايي، ټوله فلسطینۍ توندلارې ډله حماس د ترهګرو ډلو په لیست کې شاملوي.
د حماس پوځي څانګه چې غزه کنټرولوي له مخکې د بریتانیا له لوري ترهګره ډله بلل شوې ده. له نوي پرېکړې سره به د یادې ډلې سیاسي څانګه هم ترهګره وبلل شي.
بریتانیا کې د قانون له مخې د یوې داسې ډلې لپاره ملاتړ ترلاسه کول یا داسې کالي اغوستل چې د ترهګرې بلل شوې ډلې ملاتړ په نظر ورته کتل کېږي، جرم بلل کېږي.
د ثابتېدو په صورت کې د داسې جرم سزا تر ۱۴ کلونو پورې زندان سزا او یا هم ورسره جریمه کېدای شي.
د بریتانیا پارلمان کې د دغې ډلې د ممنوعیت په هکله د جمعې پر ورځ یو امر وړاندې شوی، چې د منظورۍ په صورت کې به د نومبر پر ۲۶ پلی شي.
د بریتانیا کورنیو چارو وزیرې واشنګټن کې د امنیت او ترهګرۍ ضد مبارزې اړوند خبرو کې تایید کړه، چې هېواد یې پر حماس ډلې بندیز لګوي.
نوموړې وویل:
''حماس د ترهګرۍ پاموړ وړتیا لري. دوی پریمانه وسلې او د ترهګریزو فعالیتونو روزنیز مرکزونه لري او له اوږدې مودې راهیسې د ترهګرۍ په تاوتریخوالي کې ښکېل دي. ''
اغلې پټېل زیاته کړه، حماس ترهګریزو فعالیتونو کې ونډه لري، چمتوالی یې کوي او نور هم ورته هڅوي او په وینا یې که موږ توندلاري وزغمو، دا به د امنیت لپاره یو خنډ شي.
د دې څرګندونو په غبرګون کې حماس پر بریتانیا تور پورې کړی چې ''د قربانیانو په بدل کې د یرغلګرو ملاتړ کوي. '' خو اسراییل بیا دا ''پاموړ پرېکړه '' بللې.
بل لور د ایران بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبدالهیان په بریتانیا کې حماس د یوې ترهګرې ډلې په توګه اعلانېدل غندلي دي.
نوموړي په یوه ټویټر پیغام کې لیکلي، ''پر واقعیتونو سترګو پټولو سره د د فلسطین د خلکو حقونه تر پښتو نه شي لاندې کېدای. داسې ټولپوښتنه د فلسطین موضوع یوازینې سیاسي حل دی، چې له ټولو اصیلو اوسېدونکو نظر پوښتنه وشي."
له تېرو څو کلونو راهیسې د حماس او اسراییل تر منځ د شخړو ترڅ کې حماس ډلې پر اسراییل د توغندیو زرګونه ګوزارونه کړي او خونړي بریدونه یې کړي دي.
اسراییل بیا له ۲۰۰۶ کال راهیسې چې غزه کې حماس کنټرول ترلاسه کړی، څو ځله له دې ډلې سره په جګړه کې کېوتی.
د بشري حقونو فعالانو پر دواړو لوریو د جنګي جرمونو تورونه پورې کړي دي.