د چټلو اوبو ویاله کې موندل شوې ماشومه روغتون کې په رغېدو ده

د خپرېدو وخت

د هند ممبۍ کې روغتیاپالان وايي، د پنځه ورځې مخکې زېږېدلې هغې ماشومې روغتیايي وضعیت په ښه کېدو دې، چې د چټلو اوبو یوه ویاله کې موندل شوې وه.

د ممبۍ راجا وادي روغتون ډاکترانو بي بي بي سي ته وویل، دوی د ماشومې وضعیت څاري چې د مړه کېدو لپاره د چټلو اوبو یوې ویالې ته غورځول شوې وه.

ډاکتران وايي، د دې نجلۍ روغتیا مخ په ښه کېدو ده. پولیس وايي، دا ماشومه د سیمې اوسېدونکو د سړک غاړې په دې ویاله کې له هغه وروسته وموندله چې په دې ځای کې یې ناڅاپه د ګڼ شمېر پیشوګانو یو ځای کېدو ته پام واوښت، چې غورېدې او نوکارې یې لګولې.

چارواکي وايي، دوی هڅه کوي معلومه کړي، چې دا ماشومه ولې د چټلو اوبو ویاله کې پرته وه.

د دې پېښې لامل تر اوسه څرګند نه دی، خو ګومان کېږي، چې ریښه یې په هند کې د نارینه اولاد ډېرې غوښتنې ته ورګرځي.

د هند په بیوزله کورنیو کې له ښځو سره تبعیضي چلن معمول دی او نجونو ته تر ډېره بریده پر کورنیو د بار په نظر کتل کېږي.

هند د نجونو او هلکانو تر منځ د تبعیضي چلن له پلوه په نړۍ کې خورا ناوړه ریکارډ لري.

په داسې حال کې چې دغه هېواد کې له زېږېدو مخکې په غیر قانوني کلینیکونو کې د نجونو حمل ضایع کولو پېښې هم شته، په یو شمېر قضیو کې له زېږېدو وروسته هم د نجونو وژنې او غورځولو پېښې غیر عادي نه دی.

تازه پېښه کې د یوې ښځینه پولیس افسرې په مشرۍ پولیس ډلې دغه ماشومه د ممبۍ ښار څنډو کې پر یکشنبه د چټلو اوبو له یوه لښتې ژغورلې ده.

پولیس وايي، ماشومه په موښلیو جامو کې چې لښتي کې پرته وه، کریغې یې وهلې، چې دوو سرتېرو راوایسته او وروسته یې روغتون ته ورسوله.

پر خواله رسنیو د ممبۍ پولیسو له لوري د دې ماشومې تصویرونو چې د پولیسو لاسونو کې ده، یوه غوغا رامنځته کړې.

هند کې د داسې ډول پېښو رپوټونه معمول دی. له دې دوه کاله مخکې د هند بریلي ښار کې یوه ماشومه داسې حال کې موندل شوې وه، چې په یوه خاورین لوښي کې ژوندۍ خښه شوې وه.

د ۲۰۱۶ کال ژمي کې بیا پلازمېنه ډیلي کې یوه نوې زېږېدلې ماشومه په یوه پلاستیکي کڅوړه کې داسې حال کې موندل شوې وه، چې هېڅ کالی یې پر تن نه و.