هند: هرو اتو دقیقو کې یو ماشوم تري تم کېږي

د خپرېدو وخت

اټکل دی چې په هندوستان کې په هرو اتو دقیقو کې یو ماشوم ترې تم کېږي. ډېری ماشومان قاچاق او پلورل کېږي او په دې توګه ماشومان له خپلو کورنیو جلا شي. د دې ماشومانو له ډلې نه پر میلیونونو یې د غلامانو په توګه اجباري درانه کارونه کېږي او یا هم د جنسي کاروبار لپاره ترینه ناوړه جنسي ګټه اخیستل کېږي. خو له دې هر څه سره سره د دې حساسې موضوع په اړه د خلکو ترمنځ غوسه او د مخنیوي لپاره یې سیاسي اداره لږه ده. د بي بي سي خبریالې رجني وایدیا ناتن په هند کې د ماشومانو د قاچاق اړه څیړنه کړې او له ځینو قربانیانو سره یې خبرې کړي دي. د هغې د رپوټ پښتو شوې بڼه له ابراهیم امیري اورو.