يوه ورځ کې له زرو زيات پناه غوښتونکي انګليس تنګي له لارې بريتانيا ته ننوتلي

د عکس سرچینه، PA Media
د بريتانيا حکومت د شمېرو له مخې تېره ورځ د انګليس تنګي له لارې بريتانيا ته نژدې ۱۲۰۰ کسان ننوتلي چې دا په يوه ورځ کې بريتانيا ته کې پناغوښتونکو تر ټولو لوړ شمېر بلل کېږي.
د بريتانيا سرحدي ساتونکو په کښتيو کې سپاره کسان د ډور پر لور استولې دي.
فرانسوي چارواکي وايي له کلې سره نژدې درې کښتي وېجاړې شوې او د دريو کسانو د لادرکه کېدو وېره ده.
بريتانوي چارواکي بيا وايي غواړي د دغه تنګي له لارې د ناقانونه کډوالو د تېرېدو مخه ونيسي. د دوی په خبره له دې لارې تېرېدل خطرناک او غير ضروري دي.
د بريتانيا د کورنيو چارو د دفتر وياند وويل، د پناه غوښتونکو شمېر چې پرون له تنګي څخه تېرېدل د منلو وړ نه دی. تر دې مخکې اووه ورځې وړاندې په يوه ورځ کې بريتانيا ته د ډېرو کډوالو د اوښتو شمېر ۸۵۳ تنه ثبت شوی و.
دا په داسې حال کې ده د بريتانيا يوې حکومتي سرچينې فرانسه تورنه کړې چې د وضعيت کنټرول يې له لاسه ورکړی دی.
څو مياشتې مخکې اعلان شوی و چې د فرانسې حکومت به له بريتانيا سره د يوې پرېکړې له مخې په سمندرغاړو کې د پوليسو ګزمې دوه برابره زياتوي تر څو د انګليس تنګي له لارې د غيرقانوني پناه غوښتونکو مخه ونيول شي.
هغه مهال د فرانسې او بريتانيا د کورنيو چارو وزيرانو اعلان کړی و چې بريتانيا به په فرانسه کې د پوليسو د ګزمو زياتولو لپاره ۵۴ ميليونه ډالره مرسته ورکوي.
د بريتانيا د کورنيو چارو وزارت ويلي چې د بريتانيا خلک نه غواړي چې په تنګي کې دې خلک مړه شي په داسې حال کې چې بې رحمې ډلې له دوی ګټه پورته کوي.
د روان کال له پيله راهيسې له فرانسې څخه څه باندې ۲۳ زره کسان د انګليس تنګي له لارې د کښتيو په واسطه بريتانيا ته ننوتلي دي چې دا شمېر تېر (۲۰۲۰) کال ۸۴۰۴ تنه و.
ويل کېږي شاوخوا ۹۸ سلنه هغه کسان چې بريتانيا ته د تنګي له لارې ننوځي د پناه غوښتنه کوي خو د کووېډ ناروغۍ له امله دا شمېر ډېر کم شوی و.
په ۲۰۱۹ کال کې بريتانيا کې نژدې ۳۶ زره د پناه غوښتنليکونه ثبت شوي وو چې دا شمېر بيا په ۲۰۲۰ کال کې نژدې ۳۰ زرو ته راټيټ شو خو د ۲۰۲۱ کال شپږ مياشتو د شمېرو له مخې نژدې ۱۵ زره کسانو د پناه غوښتنه کړې ده.





















