د اقلیمي بدلون غونډې پر وروستۍ ورځ د ناکامۍ وېره ډېره شوې

د خپرېدو وخت

د ګلاسګو اقلیمي بدلون په هکله د هوکړې یوې طرحې مسوده کې له حکومتونو غوښتل شوي چې له اقلیمي بدلون سره سملاسي مبارزه وکړي.

په مسوده کې له هېوادونو غوښتل شوي، د پخوا پرتله په زیاته چټکۍ سره د شین کوریزو ګازونو تولید کچې کمولو پلانونه وړاندې کړي.

خو مسوده کې د جامدو سونتوکو او ډبرو سکرو کاروولو کمښت ژمنو کې نرمښت ښوول شوی.

په دې کې له حکومتونو غوښتل شوي چې له بیوزلو هېوادونو سره د اقلیمي بدلون مبارزه کې ملاتړ وکړي.

پر هوکړه به د سکاټلنډ ګلاسګو کې د کوپ ۲۶ غونډې ګډونوالو هېوادونه توافق کوي.

کېدای شي پر دې موضوع خبرې تر جمعې ورځې او یا له هغه هم وروسته وغځېږي.

د اقلیمي بدلون په هکله د ملګرو ملتونو دا غونډه د ځمکې پر تودوخه د اقلیمي بدلون ناوړه اغېزو مخنیوي لړ کې خورا مهمه بلل کېږي.

د غونډې پر وروستۍ ورځ د ناکامۍ وېره

له دې مخکېد ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش ایسوشيټیډ خبري اژانس ته په څرګند ډول ویلي، تر یو اعشاریه پنځو درجو پورې د ځمکې تودوخې درجه محدودولو هدف ''په تکیه ژوندی دی. ''

نوموړی وايي، کوپ ۲۶ غونډه کې ښايی حکومتونه داسې کومه ژمنې ته و نه رسېږي چې له مخې یې په کافي اندازه د شین کوریزو ګازونو تولید کم شي.

له دې مخکې د کوپ ۲۶ غونډې مشر الوک شرما وویل، د غونډې پای کې یوې هوکړې ته د رسېدو لړ کې وخت په چټکۍ سره له لاسه وځي.

ساینسپوهان وايي، تر یو اعشاریه پنځو درجو پورې د تودوخې درجې محدودول به د اقلیمي بدلون خورا ناوړه اغېزو مخه ونیسي.

د تودوخې دا درجه د صنعتي انقلاب له مخکیني دور سره پرتله کېږي.

۲۰۱۵ کال کې نړیوالو مشرانو پاریس کې ژمنه وکړه چې د شین کوریزو ګازونو کمولو له لارې به د تودوخې درجه د یو اعشاریه پنځه او دوو درجو تر منځ ساتل کېږي او وروستي اټکلونه د دوه اعشاریه اووه درجو لوړوالي په هکله دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي وايي، په داسې حال کې چې حکومتونه د جامدو سونتوکو په هکله پانګونې کوي، د شین کوریزو ګازونو کمولو ژمنې بې مانا دي.

نوموړی وايي، ''په داسې حال کې چې موږ پوهېږو څه باید وشي، '' په ګلاسګو کې تر اوسه شوي اعلانونه ''بسنه نه کوي. ''

بل لور شاغلی شرما د غونډې له ګډونوالو غواړي، له ځايي وخت سره سم ماښام شپږ بجې د غونډې له پای ته رسېدو مخکې ستونځمنو موضوعاتو ته حل ومومي.

ښاغلی شرما وايي، د شپږمې مادې په هکله نور کار ته اړتیا ده، چې د کاربن بازار او د بېلا بېلو هېوادونو له لوري د جامدو سونتوکو کاروولو په تړاو دی.

د پاریس له غونډې وروسته په ګلاسګو کې اوسنی کوپ ۲۶ غونډه د اقلیمي بدلون په تړاو تر ټولو ستره او مهمه غونډه بلل کېږي.

له نژدې ۲۰۰ هېوادونو غوښتل شوي چې تر ۲۰۳۰ کال پورې د شین کوریزو ګازونو تولید کمولو لړ کې خپل پلانونه چمتو کړي، چې د ځمکې تودوخې لوی لامل بلل کېږي.