له الوتکې د مسافرو له تښتېدو وروسته څلور ساعته هوايي ډګر تړلی پاتې شو

View of Royale Air Maroc's plane after an emergency landing at Palma de Mallorca's Airport, Balearic Islands, Spain, 05 November 2021

د عکس سرچینه، EPA

د خپرېدو وخت

د اسپانیا یو ډېر بوخت هوايي ډګر د جمعې پر ورځ له هغه وروسته د څلورو ساعتونو لپاره تړلی پاتې شو، چې په ظاهره یو شمېر کډوالو دغه هېواد ته په غیر قانوني توګه د ننوتلو هڅه وکړه.

د مراکش له کازابلانکا سیمې د ترکیې استانبول ته پر لار الوتکه له هغه وروسته پالما دي مالورکا هوايي ډګر ته ورسېده، چې پکې د یوه سخت ناروغ په هکله رپوټ ورکړل شو.

رپوټونو کې ویل شوي، په هوايی ډګر کې د الوتکې له کېناستو سره سم ۲۱ مسافرو پر ځغاستلیکه منډه واخیسته او ځینې یې د هوايي ډګر له اغزن تازه واوښتل.

پولیسو ځینې تښتېدلي کسان ونیول، خو ویل کېږي ۱۲ کسان لا هم بې درکه دي.

پولیس په دې هکله پلټنې کوي، چې له الوتکې وتلي کسان په خپل سر تښتېدلي او که په غیر قانوني توګه دې هېواد ته د کډوالو ننوتلو پلان په لوی لاس چمتو شوی.

د اسپانیا لوړ پوړو چارواکو د خپل هېواد په یوه هوايي ډګر کې دا ډول پېښه بې سارې بللې ده.

د هوايي ډګر چارواکو ته ویل شوي و، چې د اریبیا ماروک هوايی چلن شرکت دې الوتکه کې د مراکش یو اوسېدونکی سړی د شکرې ناروغۍ شدت له کبله بې هوښه شوی، خو کله چې روغتیا پالان الوتکې ته ورسېدل، ځینې مسافر له الوتکې ووتل او له هوايي ډګره بهر ته یې منډه کړه.

رپوټونو کې ویل شوي، ځینې مسافر په لومړی سر کې هوايي ډګر کې د ولاړو الوتکو تر شا پټ شوي وو.

د اسپانیا اې ایف اې خبري شبکې په رپوټ کې ویل شوي، په روغتون کې له طبي معاینې وروسته معلومه شوه، چې مراکشی سړی روغ رمټ دی او نوموړی هېواد ته په غیر قانوني توګه د ننوتلو هڅې په تور نیول شوی دی.

ویل کېږي، هغه بل سړی چې د ناروغۍ پلمه کوونکي سړي سره تر روغتونه ملګری و، د پېښې له ځایه تښتېدلی دی.

له پېښې وروسته دغه هوايي ډګر ته پر لار نژدې ۶۰ کورنۍ او نړیوالې الوتنې نورو هوايي ډګرونو ته استول شوې دي.

د اریبیا ماروک هوايي شرکت الوتکه وروسته د ترکیې پر لور له پاتې مسافرو سره والوته.