تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د عراق لومړی وزیر پر خپل کور له ډرون بریده روغ وتلی
د عراق لومړی وزیر مصطفی کاظمي وايي، پلازمېنه بغداد کې له هغه ډرون بریده روغ وتلی، چې پر کور یې شوی. چارواکي وايي، د ښاغلي کاظمي له مېشت ځای سره هغه ډرون ټکر شوی، چې باروت ورپورې تړل شوي وو او دې پېښه کې د نوموړي شپږ تنه ساتونکي ټپیان شوي دي.
چارواکي وايي، دا په ظاهره د لومړي وزیر وژلو هڅه ښکاري. تر اوسه هیچا د دې برید مسوولیت نه دی منلی.
ښاغلي کاظمي له ټولو د 'ارامتیا او حوصلې ' غوښتنه کړې. ایران او امریکا متحدو ایالتونو دواړو دا برید غندلی، چې په عراق کې د وروستیو ټاکنو پایلو په تړاو له خونړي تاوتریخوالي وروسته شوی.
برید په داسې یوه سیمه کې شوی، چې ګڼې دولتي ودانۍ او سفارتونه پکې موقعیت لري.
ښاغلي کاظمي چې مخکې د عراق استخباراتو ادارې مشر و، تېره مې میاشت کې د لومړي وزیر په توګه لوړه وکړه.
دا وروستیو کې ایران پلوه سیاسي ډلو د حکومتي ادارو مرکزونو سیمې ته څېرمه مظاهرې وکړې. دوی د تېرې میاشتې ټاکنو پایلو ضد احتجاج کاوه، چې دوی وايي، ټګي برګي پکې شوې ده.
همدا روانه اونۍ د امنیتي ځواکونو او احتجاجیانو تر منځ تاوتریخوالي پېښو کې نژدې ۱۰۰ کسان ټپیان شوي دي.
د وروستي برید په هکله د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس وايي، ''په ظاهره دا ترهګریز فعالیت د عراق دولت په زړه کې شوی ''.
امریکا وايي، د پېښې پلټنې برخه کې یې د ملاتړ وړاندیز کړی دی.
بل لور د ایران ملي امنیت شورا سکرتر علي شامخاني پر نامعلومو ''بهرنیو فکري مرکزونو '' تور پورې کړی چې ''عراق کې ترهګریز او اشغالګر ځواکونو رامنځته کوي او ملاتړ یې کوي. '' چې په وینا یې له '' ناامني، ورانکاري او بې ثباتي پرته بل څه نه راوړي. ''