د عراق راکټي بریدونو امریکا غوسه کړې؛ مسوولیت یې ایران ملاتړې ملېشې منلی

د خپرېدو وخت

امریکا د عراق کوردستان په اربیل ښار کې د دوشنبې ورځې د توغندیزو بریدونو له 'عاملانو سره د حساب' ګواښ وکړ.

په دغو راکټي بریدونو کې یو قراردادي وژل شوی او د یوه امریکايي سرتیري په ګډون ۵ بهرني وکړي ټپي شوي وو.

دغه توغندي اربیل ښار کې د امریکا په مشرۍ د اېتلافي ځواکونو په یوه اډه او څو نورو ځایونو کې لګیدلي دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په یوه اعلامیه کې ویلي چې واشنګټن په دغه برید "قهرېدلی" دی.

د دغه راکټي برید مسوولیت د ایران له ملاتړه یوې برخمنې ملېشه ډلې منلی دی.

واشنګټن پوسټ په یوه رپوټ کې د اولیاء الدم لوا په نوم ملېشې په حواله لیکلي چې دوی "امریکايي نیواکګر" په نښه کړي دي.

تر دې مخکې ایران کې له سپاه پاسدران سره نږدې او نیمه رسمي خبري اژانس تسنیم هم رپوټ کړې وه چې د سرایا اولیا الدم په نوم ډلې د دې برید مسوولیت منلی دی.

ځايي کورد چارواکو ویلي دغو راکټي بریدونو د اربیل درې ځايي اوسیدونکي هم ټپي کړي چې د یوه روغتیايي وضعیت نازک دی.

تر دې پېښې وروسته د اربیل هوايي ډګر تړلی دی.

د عراق ولسمشر برهام صالح دا "جنایتکار ترهګریز برید" بللی او په دې بې ثباته سیمه کې یې 'په خطرناک ډول د وضعیت د خرابېدو' خبرداری ورکړی دی.

دا تېره میاشت امریکا کې واک ته د جوبایډن له رسېدو راهیسې عراق کې د لویدیځ پر اهدافو لومړنی راکټي برید دی.

د داعش ضد ټلواله څه وايي؟

عراق کې د داعش ضد ټلوالې ویاند تاییدوي چې یوه توغندیز برید کې د دې ټلوالې یو قراردادي ووژل او د یوه امریکايي سرتېري په ګډون پنځه ټپیان شول.

سي اېن اېن خبري اژانس وايي، څلور پاتې ټپیان هم امریکايي وګړي دي.

په دا مهال په اربیل کې هم د چین او امریکا د کونسلګریو په ګډون پر څو ډيپلوماټیکو سیمو توغندیز برید رپوټ شوی او د دې ښار- چې د عراق کودرستان اقلیم مرکز دی- هوايي ډګر ته څېرمه سیمې هم په نښه شوې دي.

عراق او سوریه کې د داعش ضد ټلوالې ویاند ډګروال وین ماروټو خپل ټوېټر کې لیکلي، چې دې برید کې د ټلوالې پنځه قراردادیان ټپي شوي دي.

د وژل شوي قراردادي ملت ډاګیز شوی نه دی، خو پوځي سرچینو سي اېن اېن ته ویلي، چې ښايي امریکايي نه وي.

رسنۍ وايي، دې برید پسې د امریکا کونسلګرۍ د خطر زنګ وکړنګاوه او له اتو یو راکټ هم د چین د کونسلګرۍ پر دېوال لګېدلی دی.

د امریکا په مشرۍ عراق او سوریه کې د داعش ضد نړیواله ټلواله د اربیل هوايي ډګر سره نږدې اډه لري.

د کوردستان اقلیم د کورنیو چارو وزیر ځايي رسنیو ته ویلي چې دا توغندي ځايي وخت د شپې نهه نیمې بجې ولګېدل او امنیتي ځواکونه یې په تړاو پلټنې کوي.