"د کووېډ درملنې لپاره جوړ شوي ټابليټ ۸۹ سلنه اغېزناک دي"

د عکس سرچینه، Getty Images
څېړنې ښيي چې د کوويډ درملنې لپاره درمل چې د امريکايي شرکت فايزر له خوا جوړ شوي د ګواښ سره مخامخ لويانو کې د مړينې او په روغتون کې د بستر کېدو کچه ۸۹ سلنه راټيټوي.
دغه درمل چې د پلکسوېډ (Paxlovid) نومېږي د جدي ناروغۍ لرونکو کسانو کې د کورونا وېروس د نښو له راڅرګندېدو وروسته به کارول کېږي.
فايزر وايي د دې نويو درملو پايلې ډېرې مثبتې دي او له دې امله يې اوس ازموينې هم درولې دي.
بريتانيا د دغه فايزر درمل ۲۵۰ زره خوراکه پېرلي دي.
د بريتانيا د روغتيا او ټولنيزې پاملرنې وزير ساجد جاوېد د فايزر دغه نوي درمل پايلې مهمې بللې دي خو وايي د بريتانیا د درملو تنظيموونکې اداره به يې اوس د خونديتوب او اغېزمنتوب ارزونه کوي.
نوموړي وويل که چېرې دغه درمل ومنل شي دا به د واکسينو او نورو درملنو تر څنګ د کورونا وېروس سره د مبارزې لپاره مهمه وسله وي.
د فايزر نوي درملو دوه ځله درې ګولۍ تر پنځو ورځو پورې خوړل کېږی.
تر دې وړاندې تېره ورځ د بريتانيا د درملو تنظيم کوونکې ادارې دې ته ورته د درملو کارول تصويب کړي وو.
هغه درمل چې مولنوپيراوير نومېږې، د خپلې بڼې لومړۍ درملنه وه ازموينو يې ښوولې وه چې د مړينو او يا يې روغتون ته د لېږد شونتيا نيمه کمولی شي. بريتانوي حکومت د نژدې نيم ميليون کورونا ناروغانو درملنې لپاره دغه درمل پوره پېرلي دي.
د کوویډ - 19 پروړاندې واکسین د وبا د کنټرول د غوره لارې په توګه ګڼل کېږي خو د داسې درملنې غوښتنه هم کېږي چې په کور دننه ترسره شي ، په ځانګړي توګه د زیان منونکو خلکو لپاره چې په ناروغۍ جدي ناروغۍ اخته.





















