د پاکستان حکومت 'تحریک لبیک' ډلې سره هوکړې ته ورسېد

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان حکومت لخوا له تحریک لبیک مذهبي ډلې سره د مذاکراتو لپاره جوړه شوې کومېټه وایي، حکومت او یاده ډله هوکړې ته سره رسېدلي.
خو تر اوسه د دې هوکړې جزئیات نه دي په ډاګه شوي او تحریک لبیک ډله هم وایي، د اوس لپاره به یې احتجاجونه او لاریونونه دوام ولري.
د یادې ډلې لخوا مفتي منیب د یکشنبې پر ورځ یوې خبري ناستې ته وویل، حکومت سره یې د هوکړې جزئیات به په مناسب وخت په ډاګه شي.
مفتي منیب دا ونه ویل چې د حکومت پر ضد روان احتجاجونه به کله ختموي، خو ډاډ یې ورکړ چې له حکومت سره د شوې هوکړې اغېز به یې ژر جوت شي.
په همدې خبري ناسته کې د حکومت په استازیتوب د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، د پارلماني چارو وزیر علي محمد خان او د قامي اسمبلۍ مشر اسد قیصر هم شامل وو.
ښاغلي قریشي خبریالانو ته وویل، د پاکستان د ملي منیت کمېسیون غونډه کې دا غوره وبلل شوه چې موضوع د خبرو اترو له لارې حل شي.

یاده دې وي چې تحریک لبیک ډلې له لاهور ښاره د پلازمېنې اسلام اباد پر لور مارچ پیل کړی او دا مهال یاد مارچ وزیر اباد ښار ته رسېدلی دی.
دوی د پاکستان له حکومته غوښتنه کوي چې د فرانسې سفیر دې له هېواده وشړي او د دې ډلې مشر سعد رضوي دې له بنده خوشی کړي.
تحریک لبیک ډله وایي، حکومت سره یې شوې هوکړه پخپله د دې ډلې مشر سعد رضوي لخوا هم تائید شوې ده.
د دې ډلې ویاند امجد رضوي ویلي، حکومت په نوې هوکړه کې د فرانسې د سفیر د شړلو په معامله کې هم نرمي ښودلې ده.
خو د پاکستان حکومت لا په دې اړه جزئیات نه دي ورکړي او په تېر کې یې د فرانسوي سفیر د شړلو غوښتنه رد کړې.
یاده دې وي چې په فرانسه کې د اسلام د پیغمر محمد (ص) د کارتونونو له خپرېدو وروسته پاکستان کې د فرانسې پر ضد لاریونونه پیل شوي او ګډونوال له حکوم غواړي چې د فرانسوي سفیر پر ضد اقدام وکړي.
د پاکستان حکومت که څه هم د ګڼو نورو اسلامي هېوادونو په څېر د دغو کارتونونو خپرېدل غندلي، خو وایي د فرانسوي سفیر شړل به یې له اروپایانو سره دیپلوماتیکې اړیکې ترینګلې کړي.




















