تحریک لبیک لاریونوالو پاکستاني حکومت ته غوښتنې وسپارلې؛ د ځواب انتظار کوي

د عکس سرچینه، Asif Butt
د پاکستان مذهبي ګوند، تحریک لبیک پلویانو چې له پاکستانه د فرانسې سفیر شړلو غوښتنه کوي په یوه خبر پاڼه کې ویلي، راولپنډۍ کې یې له حکومتي چارواکو سره خبرې کړې او خپلې غوښتنې یې حکومت ته سپارلې دي.
تحریک لبیک خبر پاڼه کې ویل شوي، د دوی مشر سعد رضوي د پاکستان بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي، د پارلمان مشر اسد قیصر او د پارلماني چارو له وزیر علي محمد خان سره غږیدلی دی. خو پاکستان حکومت تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
له دې مخکې د تحریک لبیک پلویانو د پلازمېنې اسلام اباد پر لور لانګ مارچ یا لوی لاریون د پنجاب ایالت له وزیر اباد ښاره یو ځل بیا پیل کړ.
تحريک لبيک له زندانونو څخه د خپلو مشرانو خلاصون غواړي او په دې غوسه دي چې ولې پاکستاني حکومت د فرانسې د سفير په تړاو له خپلې ژبې اوښتى و.

په ٢٠١٧ کال کې د پاکستان د مذهبي چارو وزير د تحريک لبيک له غړو سره منلې وه چې د فرانسې سفير به شړي ځکه چې په فرانسه کې د اسلام د پيغمبر (ص) سپکاوى شوى دى.
د بي بي سي خبریال شهزاد ملک په خپل تازه رپوټ کې وايي، ګهیځ نهه بجې د پلازمېنې پر لور د لاریونیانو له خوځېدو وروسته نیمه پوځي ځواک (رنجرز) پرې اوښکې بهوونکی ګاز وکاراوه او یو لاریونیان یو څه پر شا شول، خو لا هم په ښار کې دننه روان دي.
د تېرې جمعې پر ورځ له لاهوره پیل شوی تحریک لبیک لاریون تېره ورځ وزیر اباد ښار ته ورسېد.
د یادونې ده، چې د لاریونیانو او پولیسو تر منځ اخ و ډب کې د پنځه پولیس سرتېرو په ګډون اته کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.
د بي بي سي خبریال وايي، د لاریونیانو مشران د وزیر اباد ښار له لارو کوڅو د تېرېدو پر مهال ویناوې کوي.
د بي بي سي خبریال زیاتوي دا مهال د لاریونیانو شمېر زرګونو کسانو ته رسېږي او پرلپسې ډېرېږي.

د عکس سرچینه، Ammir Butt
رپوټونو کې ویل شوي، امنیتي ځواکونو وزیر اباد ښار ته نژدې د لاریونیانو مخنیوي لپاره یوه پله ته څېرمه لښتي (خندقونه) کېندلي، اوبه یې په کې درولې، خو لاریونیان له دې لښتیو د تېرېدو لپاره لرګینې دړې لېږدوي.
له دې مخکې پرون جمعه د پاکستان ملي امنیت شورا کې پرېکړه شوې، چې د فرانسوي سفیر شړلو هوکړې په ګډون د تحریک لبیک غوښتنو لړ کې به د دې تحریک له مشرانو سره د قانون په چوکاټ کې دننه خبرې کېږي، خو له هغو کسانو سره به هیڅ نرمښت و نه شي، چې د قانون پلي کېدو کې خنډونه رامنځته کوي.
بل لور د تحریک مرکزي شورا غړي سرور سیفي په یوه اعلامیه کې ویلي، د دوی د تحریک مشران له تېرو دریو ورځو راهیسې په پلازمېنه اسلام اباد کې دي، خو د حکومت له لوري له دوی سره هیچا خبرې نه دي کړې.
د تحریک لبیک له لوري د شنبې پر ورځ یوه اعلامیه کې ویل شوي، دوی غواړي پاکستانیانو ته ووايي، چې حکومت غواړي وضعیت ګډوډ کړي او که مرمۍ وچلېدې، مسوولیت به یې د حکومت پر غاړه وي.


















