امریکایی جنرال: د چین لخوا د میزایلو ازموینې د اندېښنې خبره ده

General Mark Milley

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي بلومبرګ تلویزیون سره خبرې کولې
د خپرېدو وخت

د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي ویلي، په دې وروستیو کې د چین لخوا د 'هایپر سونېک' توغندیو ازموینه د اندېښنې خبره ده.

نوموړی وایي، د چین دا تګلاره ښایي د دفاع برخه کې د هغسې سیالۍ لامل شي چې په سړه جګړه کې د امریکا او روسیې ترمنځ‌ پیل شوې وه.‌

جنرال میلي د امریکا بلومبرګ تلویزیون سره یوه مرکه کې خبرداری ورکړی چې د چین پوځ‌ په خورا چټکۍ پراخېږي او وده کوي.‌

د فایننشل ټایمز ورځپاڼې روانه میاشت ویلي وو، د چین لخوا د 'هایپر سونېک' میزایل دې ازموینې امریکا چارواکي حیران کړي وو.

پخپله چین دا رپوټونه ردوي او ټینګار کوي‌ چې میزایل نه،‌ بلکې د فضایي سپوږمکۍ ازموینه یې کړې وه.

خو د جنرال مارک میلي دې وروستیو څرګندونو سره امریکایي چارواکي په لومړي ځل مني‌ چې چین په تېر اوړي کې دوه ډوله میزایلو ازموینې ترسره کړې دي.‌

رپوټونه وایي،‌ دا میزایل د هستوي وسلو د لېږدولو وړتیا هم لري او کولی شي چې د امریکا د هوایي دفاع له سیستم نه هم پټ تېر شي.

یاده دې وي‌ چې د چین د ازموینو په اړه له رپوټونو وروسته پخپله امریکا هم تېره اوونۍ په ویرجنیا ایالت کې د ناسا له مرکزه درې 'هایپر سونېک' توغندي د ازموینې په توګه توغولي وو.

'هایپر سونېک' میزایل څه ته وایي؟

China's hypersonic glide vehicles featured in a 2019 Beijing parade

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، China's hypersonic glide vehicles featured in a 2019 Beijing parade

دا میزایل کولی شي‌ چې د غږ له سرعت نه هم پنځه ځله چټک مزل وکړي او د هوایي دفاع له سیستمونو هم په پټه تېرېدلی شي.

دا میزایل په اسانۍ سره له یو ځای بل ځای ته لېږدول کېدای شي او له همدې کبله د عادي میزایلو پرتله ډېر اغېزناک دي.

د پنټاګون ویاند جان کېربي چارشنبه خبریالانو ته وویل، امریکا له دې تکنالوژۍ سره بلده ده او د خپل 'هایپر سونېک' میزایل پر لا پیاوړي کولو کار کوي.‌

په ۱۹۵۷ کال کې د هغه مهال شوروي اتحاد د 'سپوټنېک' په نامه فضایي سپوږمکۍ ولېږله.

هغې پېښې امریکایي چارواکي حیران کړل او واشنګټن سره وېره پیدا شوه چې شوروي اتحاد ترې د دفاعي تکنالوژۍ برخه کې میدان ګټي.

همدا لامل شو چې د هغه مهال امریکایي ولسمشر جان اېف کېنېډي اعلان وکړ چې هېواد به یې انسان سپوږمۍ ته استوي.

امریکا له یوې لسیزې کمه موده کې وتوانېده چې دا هدف ترلاسه کړي‌ او په رښتیا یې هم انسان د سپوږمۍ سطحې ته ورساوه.

خو تېره اوونۍ د 'سي ای اې' مشر بېل برنز ویلي وو، په اوسنۍ زمانه کې چین د تکنالوژۍ په ډګر کې امریکا ته تر ټولو لوی ګواښ دی.