تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سودان: د کودتا له رپوټونو سره هممهاله لومړی وزیر او د ملکي حکومت مشران 'نیول شوي'
په سودان کې د پوځي کودتا له رپوټونو سره هممهاله د دې هېواد انتقالي حکومت ملکي چارواکي نیول شوي دي.
رپوټونو کې ویل شوي، لومړی وزیر عبدالله حمدوک هم د دې ملکي چارواکو له ډلې یو دی، چې د نامعلومو پوځیانو له لخوا په کور کې نظر بند شوی دی.
سودان پوځ تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي، خو د ولسواکۍ پلوه ډلو لخوا له خلکو غوښتل شوي، چې د مظاهرو لپاره لارو کوڅو ته ووځي.
امریکا متحدو ایالتونو، ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او عرب لیګ په دې هکله اندېښنه څرګنده کړې.
دوه کاله مخکې سودان کې د پخواني واکمن عمر البشیر له ګوښه کېدو وروسته د انتقالي حکومت او پوځي مشرتابه تر منځ ناندریو دوام درلود.
تازه، د سودان اطلاعاتو وزارت په یوه فېسبوک پیغام کې ویل شوي چې ''ګډو پوځي ځواکونو '' دغه کسان نیولي دي او ''په یوه نامعلوم ځای کې ساتل کېږي. '' پیغام کې ویل شوي، پر ښاغلي حمدوک فشار و، چې د کودتا ملاتړ وکړي، خو هغه انکار کړی او له خلکو یې غوښتي چې د ''انقلاب ملاتړ ته دوام ورکړي. ''
بل لور د افریقايي څانګې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو ځانګړي استازي جیفري فیلټمان ویلي، امریکا متحده ایالات چارواکي د کودتا رپوټونو ''خورا حیران '' کړي دي.
عیني شاهدان وايي، پلازمېنه خرطوم کې انټرنېټ شکبه غیر فعاله ده او پر خواله رسنیو داسې تصویرونه هم خپاره شوي چې احتجاجیان د ښار لارو کوڅو کې ټایرونه سوځوي.
د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې د یوه عیني شاهد له قوله ویل شوي چې پوځیان د ښار پر ټولو برخو کې ځاي پر ځای شوي دي او ملکې خلکو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.
بل لور ته خرطوم نړیوال هوايي ډګر تړل شوي دی او نړیوالې الوتنې لغوه شوې دي. په سودان کې د ولسواکۍ پلوه فعالانو ټولنې بیا پر خلکو غږ کړی چې له هر ډول پوځي کودتا سره مقاومت وکړي.
۲۰۱۹ کال کې له پراخو مظاهرو وروسته پخوانی ولسمشر عمر البشیر له واکه ګوښه شو او له هغه راهیسې پوځي چارواکو د انتقالي حکومت له ملکي مشرتابه سره په شریکه حکومت کاوه.
د دیموکراسۍ پلوه ایف ایف سي اییتلاف او پوځي مشرانو تر منځ د واک وېش له یوې هوکړې وروسته د سودان چارې پرمخ تلې.
د دې هوکړې له مخې باید تر راتلونکي کال پورې چې یوه ملکي حکومت ته د واک لېږد لپاره ټاکنې په پام کې وې، همدې اییتلاف د هېواد چارې پرمخ بیولې وای.
خو په پوځ کې دننه او دغه راز د ملکي واکمن اییتلاف د خپل منځي اختلافونو له کبله له دې هوکړې څو ځله سرغړوونه شوې.
په سپتمبر میاشت کې د ښاغلي بشیر د پلویانو کودتا هڅې له ناکامۍ وروسته په واکمنه کړۍ کې دننه اختلافونه ژور او ناندرۍ ډېرې شوې.
په ۱۹۵۶ کال د خپلواکۍ له ترلاسه کولو وروسته سودان کې یو فعال سیاسي نظام نه دی رامنځته شوی او دغه هېواد څو ځله د کودتاګانو یا د کودتا هڅو شاهد پاتې شوی.