روسیې په ناټو کې د خپل دیپلوماتیک ماموریت لغوه کولو اعلان وکړ

د عکس سرچینه، Getty Images
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، هېواد یې په ناټو سازمان کې خپل دیپلوماتیک ماموریت لغوه کوي.
روسیه به همدا راز تر نومبر میاشتې په مسکو کې د ناټو د دفتر د عملې دیپلوماتیک حیثیت هم ختموي.
ناټو سازمان ویلي، تر دې دمه په دې اړه ورته کوم رسمي لیک نه دی سپارل شوی، خو د ښاغلي لاوروف څرګندونې یې اورېدلې دي.
مسکو دا ګام وروسته له هغه پورته کوي چې ناټو سازمان د روانې میاشتې په پیل کې له خپل مرکزي دفتره اته روسي دیپلوماتان و ایستل. ناټو هغه مهال پر دې دیپلوماتانو تور پورې کړی و چې د روسیې حکومت لپاره جاسوسي کوي.
د مسکو او ناټو ترمنځ اړیکې له هغه راهیسې ترینګلې شوې چې روسیې په ۲۰۱۴ کال کې د اوکراین پر کریمیا سیمه ولکه وکړه.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف دوشنبه خبریالانو ته ومنله چې دا ګام یې له ناټو سازمانه د روسي دیپلوماتانو ایستلو کېدو په غبرګون کې اخیستی.
نوموړي پر ناټو تور پورې کړ چې ګواکې دا سازمان پر رغنده مذاکراتو باور نه لري. ښاغلي لاوروف وویل، که ناټو کومه بېړنۍ خبره لري نو کولای شی چې په بروکسل کې د روسیې له سفارت سره اړیکه ونیسي.
دې اعلان ته په لومړیو غبرګونونو کې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هیکو ماس ویلي، د روسیې دا ګام د اندېښنې وړ خبره ده.
نوموړي ویلي: "ډېر د خپګان ځای دی. دا پرېکړه چې مسکو کې شوې، خپلمنځي اړیکو ته به سخت زیان واړوي".
ناټو سازمان د روانې میاشتې په اوږدو کې خپل مرکزي دفتر کې د روسي دیپلوماتانو شمېر نیمایي ته راکم کړی و.
هغه مهال د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ ویلي وو، په دې وروستیو کې یې د روسیې مضرو کړنو کې ډېروالی لیدلی او له همدې کبله باید ناټو سازمان بيداره اوسي.
له دې وړاندې په ۲۰۱۸ کال کې هم ناټو د روسیې یو شمېر دیپلوماتان شړلي وو.
هغه مهال د بریتانیا په سالزبري ښار کې پر یو شمېر کسانو د زهرجنو موادو په مرسته بریدونه شوي وو.
هغه کسان د روسیې د دولت مخالفین بلل شوي وو او بریتانیا تور پورې کړی و چې پر دوی برید د روسیې د حکومت په امر شوی.





















