مکرون: ۶۰ کاله وړاندې پاریس کې د الجزایري لاریونوالو وژنه نه بښل کېدونکی جرم و

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د فرانسوې ولسمشر ایمانوېل مکرون ویلي، شپېته کاله وړاندې په پلازمېنه پاریس کې د پولیسو په لاس د الجزایري احتجاج کوونکو وژنه داسې جرم و چې د بښلو وړ نه دی.
د ۱۹۶۱ کال د اکتوبر میاشتې پر ۱۷مه نېټه، فرانسوي پولیسو پاریس ښار کې پر الجزایري احتجاج کوونکو برید وکړ.
په هغه اخ و ډب کې یو شمېر لاریونوال په ډزو ووژل شول او ځینې نور اوبو کې ډوب شول.
د هغې پېښې د قربانیانو کره شمېر نه دی مالوم، خو ځینې رپوټونه وایي چې ښایي سلګونه کسان وژل شوي وي.
ایمانوېل مکرون د فرانسې لومړی ولسمشر دی چې د هغې پېښې د قربانیانو په یاد کې په یوه جوړه شوې غونډه کې ګډون کوي.
نوموړي د پېښې ځای کې ورټولو د قربانیانو خپلوانو ته وویل، دا لوی جرم د هغه مهال د پاریس د پولیسو مشر ماورېس پاپون په امر ترسره شوی و.
په ۱۹۸۰ کال کې د ښاغلي پاپون په اړه دا هم جوته شوه چې د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال یې جرمنیانو سره مرسته کړې وه او یهودان یې د نازیانو د ټولوژنې کمپونو ته استولي وو.
د ولسمشر مکرون دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، د ۱۹۶۱ کال د هغې ورځې مارچ په په زور او ظلم او په خونړۍ توګه وځپل شو.
اعلامیه کې راغلې چې د پېښې پر مهال شاوخوا ۱۲ زره الجزایري وګړي ونیول شول، ګڼ شمېر ټپیان شول او لسګونه ووژل شول.
ځینو فعالانو تمه درلوده چې د فرانسې حکومت به له دې هم په ښکاره ټکو د پېښې مسؤلیت ومني، خو ښایي دوی نهیلي شوي وي.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
ولسمشر مکرون په دې پېښه بښنه ونه غوښته، او نه یې هم د قربانیانو خپلوانو ته مخامخ وینا وکړه، بلکې یوازې په لیکل شوې اعلامیه یې بسنه وکړه.
یو شمېر فعالانو ویلي، د ښاغلي مکرون اعلامیه یو ښه ګام دی، خو کفایت نه کوي او حکومت باید تر دې ډېر څه وکړي.
خو ځینې نور بیا وایي چې ښاغلي مکرون د جرم په منلو سره له ټولو پخوانیو ولسمشرانو یو ګام مخکې تللی او دا ښه خبره ده.
د ۱۹۶۱ کال دا پېښه داسې مهال وشوه چې په الجزایر کې د فرانسې د واکمنۍ پر ضد جګړه روانه وه.
د فرانسې حکومت څو لسیزې په دې پېښه او د لاریونوالو په ټولوژنه پرده اچولې وه، خو په ۲۰۰۱ کال کې په لومړي ځل د پاریس ښاروال یې په یاد کې غونډه جوړه کړه.
په ۲۰۱۲ کال کې د فرانسې پخواني ولسمشر فرانسوا هولاند وویل، دولت مني چې پر هغه ورځ الجزایري وګړي وژل شوي وو.
نوموړي همدا راز د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي هم څرګنده کړې وه.





















