اسټرالیا پولیسو د هېواد په تاریخ کې د هیروینو تر ټولو دروند بار نیولی

د خپرېدو وخت

اسټرالیا پولیس وايي، د هېواد په تاریخ کې یې د هیروینو تر ټولو دروند بار نیولی چې ارزښت یې ۱۰۴ میلیونه امریکايي ډالرو ته رسېږي.

چارواکي وايي، د دې هېروینو وزن ۴۵۰ کیلوګرامو ته رسېږي، چې د سره رنګ یو نښان هم پرې لګېدلی دی.

دغه نشه يي توګه په ملبورن بندر کې نیول شوي چې د هېواد تر ټولو ستر بندر دی.

د چارواکو په وینا بندر ته راوړل شوي کانتینر کې د دې نشه يي موادو له موندل کېدو وروسته یې په همدې تړاو یو اندونیزیايي سړی نیولی دی.

دغه سړی د داسې مخدره توکو په ملکیت او قاچاق تورن شوی چې د اسټرالیا له پولو یې تېرول ممنوع دي.

د اسټرالیا قانون له مخې د جرم ثابت کېدو په صورت کې نیول شوی سړی ته د عمري زندان سزا ورکول کېدای شي.

دغه بار په مالیزیا کې له تړل کېدو وروسته په ملبورن کې د یوه کاروبار په ادرس استول شوی و.

د اسټرالیا فدارلي پولیسو مرستیالې کمشنرې کریسې باریت ''د نړیوالو پولیس ځواکونو تر منځ نژدې همکاري '' د دې مخدره موادو نیول کېدو لامل بللی او مننه یې کړې.

پولیس کمشنره وايي، دوی اټکل کوي چې ''د دې هر کیلوګرام مخدره توکو نیول کېدو له کبله د یوه انسان ژوند ژغورل شوی دی. ''

له دې مخکې اسټرالیايی چارواکو ۲۰۱۹ کال کې د مخدره موادو یو خورا ستر بار نیولی و، چې د ۸۴۰ میلیونو ډالرو ارزښت میتامپیتهامین او یو څه هیروین پکې شامل وو.

اسټرالیا پولیسو هغه مخدره مواد هم په ملبورن بندر کې نیولي وو، چې په سپیکرونو کې ځای پر ځای شوي وو.