تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هند ۱۹ میاشتې وروسته لومړی ځل بهرنیو سیلانیانو ته ویزې ورکوي
هندي چارواکي په هېواد کې د کوویډ - ۱۹ نویو ناروغانو شمېر له کمېدو وروسته بهرنیو سیلانیانو ته اجازه ورکوي چې دغه هېواد ته ورشي.
د جمعې له ورځې به ځانګړو الوتکو کې دې هېواد ته ورتلونکو بهرنیو سیلانیانو ته د وېزې ورکولو بهیر پیل شي.
د نومبر له ۱۵ مې وروسته به هغو سیلانیانو ته هم د هند ویزې ورکول کېږي چې په سوداګریزو الوتنو کې دغه هېواد ته سفر کوي.
د جمعې پر ورځ هند ته رسېدونکي بهرنیان به ۱۹ میاشتې وروسته لومړني سیلانیان وي چې هند ته سفر ورکوي.
د ۲۰۲۰ کال مارچ کې لومړي وزیر نرېندرا مودي د کورونا وېروس مخنیوي په موخه د هېواد پولو تړلو امر وکړ او له هغه راهیسې بهرنیو سیلانیانو ته د هند سفر ویزه نه ورکول کېده.
خو له تېرو څو میاشتو راهیسې بهرنیو دیپلوماتانو او یو شمېر سوداګرو ته د هند سفر ویزې ورکول کېدې.
سیلانیانو ته د ویزې ورکولو بهیر داسې مهال پیلېږي چې د چارواکو په وینا هند کې د کوویډ - ۱۹ ناروغانو شمېر په کمېدو دی.
داسې حال کې چې تېرو اپریل او مې میاشتو کې د کورونا وېروس دویمې څپې پر مهال په ورځنۍ توګه د نویو ناروغانو شمېر تر ۴۰۰ زره کسانو پورې رسېد، اوس چارواکي وايي، دا شمېر تر ۲۰ زره کسانو پورې رسېږي.
هندي چارواکي وايي، د ټولټال نفوس نژدې ۷۰ سلنه کسانو ته لږ تر لږه د کورونا مخنیوي واکسین لومړی خوراک ورکړل شوی دی.
بل لور چارواکي خبرداری ورکوي چې د سیلانیانو یو ځای کېدو مرکزونه اوس هم د کورونا دریېمې څپې خپرېدو لامل کېدای شي.
پر بهرنیو سیلانیانو د سفر بندیزونو لېرې کولو دا اقدام داسې مهال کېږي چې هند کې د سفر او سیلانیانو موسم رارسېږي.
دې سره په هېواد کې د سیل او سیاحت صنعت بیا غوړیدو ته هم هیلې ډېرې شوې دي، چې د کورونا وبا له کبله دروند زیان وراوښتی دی.
له دې مخکې په هند کې د واورینو غرونو، پراخو ساحلونو، تاریخي ماڼیو او کلاګانو لیدو ته هر کال د نړۍ له لر او بره ګڼ شمېر سیلانیان ورتلل.