هند ۱۹ میاشتې وروسته لومړی ځل بهرنیو سیلانیانو ته ویزې ورکوي

A tourist, wearing a facemask amid concerns over the spread of the COVID-19 novel coronavirus, visits the Jama Masjid mosque in the old quarters of New Delhi

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ۱۹ میاشتې وروسته بهرني سیلانیان کولای شي هند ته سفر وکړي
د خپرېدو وخت

هندي چارواکي په هېواد کې د کوویډ - ۱۹ نویو ناروغانو شمېر له کمېدو وروسته بهرنیو سیلانیانو ته اجازه ورکوي چې دغه هېواد ته ورشي.

د جمعې له ورځې به ځانګړو الوتکو کې دې هېواد ته ورتلونکو بهرنیو سیلانیانو ته د وېزې ورکولو بهیر پیل شي.

د نومبر له ۱۵ مې وروسته به هغو سیلانیانو ته هم د هند ویزې ورکول کېږي چې په سوداګریزو الوتنو کې دغه هېواد ته سفر کوي.

د جمعې پر ورځ هند ته رسېدونکي بهرنیان به ۱۹ میاشتې وروسته لومړني سیلانیان وي چې هند ته سفر ورکوي.

د ۲۰۲۰ کال مارچ کې لومړي وزیر نرېندرا مودي د کورونا وېروس مخنیوي په موخه د هېواد پولو تړلو امر وکړ او له هغه راهیسې بهرنیو سیلانیانو ته د هند سفر ویزه نه ورکول کېده.

خو له تېرو څو میاشتو راهیسې بهرنیو دیپلوماتانو او یو شمېر سوداګرو ته د هند سفر ویزې ورکول کېدې.

سیلانیانو ته د ویزې ورکولو بهیر داسې مهال پیلېږي چې د چارواکو په وینا هند کې د کوویډ - ۱۹ ناروغانو شمېر په کمېدو دی.

داسې حال کې چې تېرو اپریل او مې میاشتو کې د کورونا وېروس دویمې څپې پر مهال په ورځنۍ توګه د نویو ناروغانو شمېر تر ۴۰۰ زره کسانو پورې رسېد، اوس چارواکي وايي، دا شمېر تر ۲۰ زره کسانو پورې رسېږي.

هند کې د تاج محل په ګډون پریمانه تاریخي ځایونه دي چې هر کال ګڼ شمېر سیلانیان ورتلل.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، هند کې د تاج محل په ګډون پریمانه تاریخي ځایونه دي چې هر کال ګڼ شمېر سیلانیان ورتلل.

هندي چارواکي وايي، د ټولټال نفوس نژدې ۷۰ سلنه کسانو ته لږ تر لږه د کورونا مخنیوي واکسین لومړی خوراک ورکړل شوی دی.

بل لور چارواکي خبرداری ورکوي چې د سیلانیانو یو ځای کېدو مرکزونه اوس هم د کورونا دریېمې څپې خپرېدو لامل کېدای شي.

پر بهرنیو سیلانیانو د سفر بندیزونو لېرې کولو دا اقدام داسې مهال کېږي چې هند کې د سفر او سیلانیانو موسم رارسېږي.

دې سره په هېواد کې د سیل او سیاحت صنعت بیا غوړیدو ته هم هیلې ډېرې شوې دي، چې د کورونا وبا له کبله دروند زیان وراوښتی دی.

له دې مخکې په هند کې د واورینو غرونو، پراخو ساحلونو، تاریخي ماڼیو او کلاګانو لیدو ته هر کال د نړۍ له لر او بره ګڼ شمېر سیلانیان ورتلل.