تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د فرانسې مخکینی ولسمشر په یوه کال زندان سزا محکوم شو
د فرانسې مخکینی ولسمشر نکولاس سرکوزي له غیر قانوني لارو د ۲۰۱۲کال ولسمشریزو ټاکنو کمپاین لپاره د پیسو ترلاسه کولو په تور د یوه کال لپاره په زندان سزا محکوم شوی دی.
د فرانسې پلازمېنې پاریس یوې محکمې ۶۶ کلن سرکوزي په هغه کمپاین کې له قانوني حده په میلیونونو یورو زیات لګښت له کبله پړ وباله او سزا یې ورکړه.
خو محکمې ویلي، نوموړی به زندان ته نه استول کېږي او د بند موده به په خپل کور کې له یوه الیکترونیکي بنګړي سره تېروي.
خپله ښاغلی سرکوزي بیا هر ډول غیر قانوني کړنه ردوي او تمه کېږي، چې استناف غوښتنه به وکړي.
دا دویم ځل دی چې نوموړي ته د زندان سزا ورکول کېږي.
له دې مخکې نوموړي ته مارچ میاشت کې د مالي فساد او له واکه د ناسمې ګټې اخیستنې له کبله هم د یوه کال سزا ورکړل شوه، چې د استناف غوښتنې له کبله وځنډېده او نوموړی ازاد ګرځي.
ښاغلی سرکوزي د فرانسې لومړنی داسې ولسمشر دی چې د حکومت له پای ته رسېدو وروسته په سزا محکومېږي.
تېر ځل نوموړی له ۱۳ نورو کسانو سره یو ځای په 'بیګ مالیون ' نومې رسوایۍ کې د لاس لرلو له کبله محاکمه شوی و.
څارنوالان وايي، د مخکیني ولسمشر 'یو ایم پي ' ګوند د ۲۲ نیم میلیونه یورو دوه برابره پیسې پر پرتمینو کمپاین مراسمو لګولې او بیا یې د یوه مالي شرکت خدمتونه د دې لپاره ترلاسه کړي چې دا لګښت پټ کړي او د کمپاین لګښت پر ځای یې د ګوند لګښت په توګه وښيي.
د پنجشنبې پر ورځ بیا محکمې په خپله پرېکړه کې ویلي، مخکیني ولسمشر ته ښايي د دې مالي فساد ټول جزیات معلوم نه وو، خو نوموړی به د لګښت له حده په تېرېدو ښه پوهېده، او هېڅ یې نه دي ویلي.
دا د مخکیني ولسمشر تازه قانوني قضیه ده، چې نوموړی ورسره مخامخ دی. ښاغلی سرکوزي له ۲۰۰۷ تر ۲۰۱۲ کال پورې د فرانسې ولسمشر وو، چې وروسته یې د فرانسوا اولاند پر وړاندې ټاکنې بایلودې.
له هغه راهیسې نوموړی څو ځله د فرانسې محکمو کې له قانوني قضیو سره لاس او ګرېوان شوی.