تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا کې سمندري توپان؛ بېلا بېلو سیمو کې ۱۴ کسان مړه شوي
په شمال ختیځه امریکا کې د سمندري توپان او سیلابونو له کبله ۱۴ کسان مړه شوي او ډېری کورونو ته اوبه ننوتې دي.
د ایدا نومي دې توپان له کبله په نیویارک، نیو جرسي او پنسوالنیا ایالتونو کې ۱۴مرګژوبله رامنځته شوې ده.
د یوه دوه کلن ماشوم په ګډون اته کسان په نیویارک کې مړه شوي دي.
بل لور ته په فلاډیلفیا کې چارواکو د 'سختو تلفاتو ' یادونه کړې ده، خو جزیات یې نه دي څرګند کړي.
چارواکي په دې سیمه کې هم د مرګژوبلې زیاتېدو وېره څرګندوي.
په ویډیويي کلیپونو کې لیدل کېږي چې سیلابي څپې د ریل ګاډي تم ځایونو او د خلکو کورونو ته ننوځي.
نیویارک او نیو جرسي والیانو په خپلو ایالتونو کې بېړنیز حالت اعلان کړی دی.
د نیویارک ښار تر ځمکې لاندې ټول ریل ګاډي په ټپه ولاړ دي او له سختې اړتیا پرته هېڅ ګاډي ته اجازه نه ورکول کېږي چې د ښار پر سړکونو وګرځي.
نیو جرسي او نیویارک ته پر لار ډېری الوتنې او ریل ګاډي هم لغو شوي دي.
د نیویارک پولیس چارواکي وايي، ډېری وژل شوي کسان د ودانیو په ځمکتلونو کې اوسېدونکي کسان وو، چې مېشت ځایونو ته یې د اوبو ورننوتو له کبله مړه شوي دي.
نیویارک ښاروال بیل دي بلاسیو یوې خبرې غونډې ته وینا کې وویل، ښاریان له خورا سخت وضعیته تېرېږي او په وینا ''دوی مرستې ته اړتیا لري. ''
نوموړي دغه راز هیله څرګنده کړه چې فدرالي حکومت به ښار ته د اوښتي زیان له کبله د بیا رغاونې چارو کې 'ډېره 'مرسته وکړي.