شل شرکت ۱۱۱ میلیون ډالر نایجریا ته ورکوي

د عکس سرچینه، Reuters
شل تېلي شرکت نایجریا کې د تیلو لیکې د لییګ کېدو له امله ۱۱۱ میلیون ډالر تاوان ورکوي.
د ۱۹۶۷ تر ۱۹۷۰ کلونو ترمنځ بیافرا جنګ کې د تېلو لیګ کېدو پېښه وشوه.
د شل شرکت یو ویاند وايي، دا اجما ابوبا ټولنې ته د تاوان ورکولو لپاره ټولې پیسې دي.
دا شرکت د پېښې ملامتي پر یو قراردادي ور اچوي.
نایجریا کې محکمې پر ۲۰۱۰ کال شل د ۴۱ میلیو ډالرو او درې لکه ۶۰ زره ډالرو په ورکړه محکوم کړ.
هغه مهال شل هڅه وکړه چې محکمه بیا کتنه وکړي، خو بریالی نه شو.
د نایجریا سترې محکمې تېر کال وویل، د دې پیسو ګټې ته په پام شل باید لس برابره پیسې ورکړي.
شل دا نظر ونه مانه.
دا دوسیه اول ځل پر ۱۹۹۱ کال پیل شوه.
مخکې شل ویلي و چې محکمې دغه شرکت ته د ځان د دفاع اجازه نه ده ورکړې.
دوی سږ کال دا مسله نړیوالو ټولنو کې نعقیب کړه.
له دې شرکت د شکایت کوونکو خلکو وکیل لوسیوس نواسا وايي، دوی نور څه نه شول کولی، ځکه یې شرایط ومنل.
د هغه په خبره، دا پرېکړه عدالت ته د خلکو ژمنتیا ښيي.
که څه هم دا پېښه لسیزې مخکې شوې، خو د تېلو نللیکې لیګ لا هم د دلتا نایجریا سیمې د ککړتیا یوه اصلي ستونزه ده.
سږ کال هم یوې محکمې هالند کې په بیا کتنې سره بله دوسیه کې هم شل شرکت د دلتا نایجریا سیمه کې د ۲۰۰۴ او ۲۰۰۷ کلونو پېښه کې ملامت وباله.
محکمې له شل شرکت وغوښتل چې کرونګرو ته تاوان ورکړي.
دې محکمې له شل دا هم وغوښتل چې د ورته پېښو د مخنیوي لپاره ځانګړي وسایل ولګوي.
شل انګلندی-هالنډی شرکت دی.




















