تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د دوبۍ د واکمن لور د ازادۍ لپاره پیل شوی کمپاین پای ته ورسېد
د دوبۍ واکمن د لور شهزادۍ لطیفه لپاره د 'لطیفه خوشې کړئ' په نامه پیل شوی کمپاین له هغه وروسته منحل شوی چې نوموړې په ایسلنډ ټاپو کې په یوه اخیستل شوي تصویر کې ولیدل شوه.
دغه تصویر د دوشنبې پر ورځ هغې بریتانوۍ ښځې پر انسټاګرام خپور کړی، چې له دې مخکې هم له شهزادۍ سره په تصویرونو کې لیدل شوې ده.
خو تر اوسه معلومه نه ده، چې لطیفه چې په عام محضر کې یې په دې هکله څه نه دي ویلي، تر کومه بریده د خپلې خوښې څښتنه ده.
له دې مخکې د سږ کال پیل کې بي بي سي د شهزادۍ لطیفه یوه ویډیويي کلیپ خپور کړ، چې نوموړې پکې ویلي و، پلار یې بندۍ ساتي.
له هغه وروسته په نړیواله کچه یوه غوغا رامنځته شوه او ملګرو ملتونو د نوموړې ژوند په هکله د ثبوتونو غوښتنه وکړه.
له هغه وروسته د شهزادۍ لطیفه یو شمېر تصویرونه خپاره شول.
دا ټول تصویرونه سیونډ ټیلر خپاره کړل، چې یوه کې دواړه په مادرید هوايي ډګر کې ناستې ښکاري.
په یوه بل تصویر کې بیا دواړه د دوبۍ یوه مارکیټ په رستوران کې لیدل کېږي.
د لطیفه خوشې کړئ په نامه کمپاین چلوونکو د دوشنبې پر ورځ یوه اعلامیه کې وویل، شهزادۍ له د خپل ماما له زوی مارکوس اسابري سره لیدلي چې د ایسلنډ ټاپو تصویر کې درېیم ولاړ سړی لیدل کېږي. په اعلامیه کې لیکل شوي:
"له لیدنې وروسته... پرېکړه وشوه چې دا مهال تر ټولو مناسب اقدام دا دی چې د لطیفه خوشې کړئ کمپاین پای ته ورسول شي. ''
ښاغلی اسابري چې د پلار خور یې د شهزادۍ مور ده وايي، په دې لیدنه کې دوی احساساتي وو او خوښ شو چې هغه یې روغه رمټ او داسې حال کې ولیده چې توجه یې پر خپلو پلانونو متمرکزه وه.
لطیفه د دوبۍ واکمن شیخ محمد بن راشد المکتوم له ۲۵ اولادونو یوه ده، چې په ۲۰۱۸ کال کې یې له دوبۍ د تېښتې هڅه کړې وه.
په هند سمندر کې له اتو وروځو سفر وروسته کمانډو ځواکونو نوموړې له دغه سفر په زور وګرځوله او بېرته یې دوبۍ ته ولېږدوله.
د هغې پلار وروسته دا د 'ژغورنې عملیات ' وبلل.