په يونان کې د ځنګليز اور له کبله سلګونه کسان له کورونو ايستل شوي

د عکس سرچینه، Reuters
په يونان کې د ځنګليزو اورونو لګېدو له امله سلګونه کسان د خپلو مېنو پرېښود ته اړ شوي دي. سيلانيان او ځايي اوسېدونکي د کښتيو پر مټ له ايوا ټاپو ايستل شوي دي.
په داسې حال کې چې یونان کې طبیعي اور په شدت سره دوام لري د یاد هېواد لومړی وزیر وایي سږ اوړی د یونان لپاره په یوه وېروونکي خوب بدل شوی.
په زرګونو کورنۍ له دغه ځایه ویستل شوې او د اوروژنې لپاره تر زرو دېر مامورین ګومارل شوي.
دغه هېواد په وروستیو دېرشو کلونو کې د سختې ګرمۍ شاهد دی.
چارواکو خبرداری ورکړیئ چې د اور ډېر خطر د اتن او کرېت په سیمو کې دی.
کیریاکس میتسوتاکیس ویلي چې تر هر څه د مخه د دولت لومړیتوب د خلکو د ژوند ژغورل دي.
د اروپا د ځنګلي اور وژنې مالوماتي سیستم د مالوماتو له مخې په وروستیو لسو ورځو کې د یونان له ۵۶ هکټارو ډېره ځمکه سوځېدلې .

د عکس سرچینه، Getty Images
په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې لس ځایه اور پیل شوی چې تر ټولو لوی یې د یونان په اېویا دویمه لویه جزیره کې دی او د پلوپنزا په ځینو برخو لکه ارکادیا او د اولمپیک لوبو پیدایښت ځای اولمپیا کې هم اور شته.
له دغه اوره دوه زره کسان د اېویا کښتیو پر مټ ژغورل شوي.
د یونان د ساحلي ګارد یوه ویاند اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي، د جزیرې په شمال پفکي کې په لسګونو کښتۍ چمتو دي چې د اړتیا په صورت کې خلک نورو سیمو ته ولېږدوي.
شنبه د اتن په شمال د پارنیتا په غرونو کې سخته اورلګېدنه ددې لامل شوه چې د یونان پلازمېنه لاندې کړي.
د پنجشنبه په ورځ خلک اړل شول چې خپله سیمه پرېږدي، خو د شنبې په ورځ د اور لمبې مهار شوې. له دې سره د سختو او تېزو بادونو د راوښتو وړاندوېنه هم شوې او دا امکان شته چي اور هم ورسره زیات شي.

د عکس سرچینه، EPA
ځینو هېوادونو یونان ته د مرستې وړاندیزونه کړي له فرانسي، بریټانیا، رومانیا، او سویسه د اوروژنې لپاره ماموریناستولي.
ترکیې هم په تقلا کې د څو اورلګېدنو د وژلو او مهار په حال کې ده. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان دا په ترکیه کې تر ټولو بده اور لګېدنه یاده کړې.
په لسګونو زره هکټاره ځمکه د مدیترانې او ایجه سمندر سره نژدې ولایتونو کې سوځېدلې.
د اقلیم په بدلېدو سره د هوا د وچېدو او ګرمېدو خطر په ډېرېدو دی چې د اور لګېدو لامل کېږي.
زموږ د سیارې تودوخه د صنعتي انقلاب راهیسې ۱،۲ درجې سانتې ګراد لوړه شوې او دا به تودوخې ته دوام ورکړي پرته له دې چې حکومتونه د دوی د شنو خونو د ګازونو ویستل کم کړي.




















