ایران کې سخته وچکالي؛ د اوبو پر سر احتجاج کې یو کس وژل شوی

د خپرېدو وخت

د ایران شادګان سیمې سرپرست امنیه قواماندان ومنله چې د اوبو د کمښت په تړاو د تېرې شپې په لاریونونو کې یو کس وژل شوی دی.

امېد صبري پور د ارنا خبري اژانس ته ویلي، یو ځوان اوسېدونکی په مرمۍ ویشتل شوی هغه ادعا کوي چې فرصت طلبه او ورانکارو کسانو دغه ځوان په نښه کړی دی.

په ورستیو راټولېدنو کې د ډزو خبرونه خپاره شوي دي.

تېره شپه په خوزستان کې د لاریونونو په دویمه ورځ خلک بېلابېلو ښارونو کې د اوبو د کمښت په تړاو لارو او کوڅو ته راووتل او د چارواکو په وړاندې یې شعارونه ورکول.

د خپرو شویو ویډیوګانو په وینا په شادګام کې هم خلک راټول شوي وو. په دغه ښار کې یو شمېر کسانو د اهواز د آزادۍ لپاره د عربي خوځښت له بیرغ سره په موټرونو کې سړکونو ته راوتلي وو.

ښاغلي صبري پور ویلي، په شادګان کې د لاریونونو پر مهال ځینو کسانو په هوایي ډزو لاس پورې کړ چې یوه مرمۍ په دغه ځوان ولګېده.

هغه ویلي، دغه موضوع د امنیتي بنسټونو له لورې تر څېړنو لاندې ده.

"د خوزستان امنیت په خطر کې دی"

د خوزستان په ولایت کې د اوبو د کموالي له امله د لاریونونو په دوام سره د اسلامي شو را د مجلس یو غړي د دغه ولایت وضعیت ته په کتو د اوبو د لېږد پر طرحو نیوکه کړې او ویلي دي چې ددغه ولایت امنیت له خطر سره مخ دی .

په پارلمان کې د ایذه او باغملک استازي ایزدپناه ویلي، خوزستان ولایت د ایران لپاره مهم دی" په خوزستان کې ناامني د ټول هېواد ناامني ده" هغه ویلي، د خوزستان امنیت " د ناسمو پرېکړو او د انساني تېروتنو له امله په خطر کې لوېدلی دی"

ښاغلی ایزد پناه د اوبو د لېږد پروژو د درېدو غوښتنه کړې او ویلي یې دي " وچکالي د قضیې یو اړخ دی. د اوبو لېږد ددې لامل شوی چې خوزستان له داسې یو وضعیت سره مخ شي"

د ایراني چارواکو په وینا سږ کال دغه هېواد له سختې او بې مخینې وچکالۍ سره مخ شوی دی.

په وروستیو څو ورځو کې د خوزستان په بېلابېلو ښارونو کې د اوبو د کمښت په تړاو لاریونونه روان دي.

د هغو انځورونو پر بنسټ چې بي بي سي ته رالېږل شوي، تېره شپه یو شمېر لا ریونوالو د اهواز اندېشمک یو شمېر سړکونه وتړل.

د یادو لاریونونو په دوام د خوزستان والي ویلي، د خوزستان ولایت د اوبو د کړکېچ ستونزه به د درې ګونو قواوو د مشرانو په ناسته کې تر څېړنې لاندې ونیول شي.

قاسم سلیماني دشتکي ویلي" سږ کال د اوبو د سخت کموالي سره مخ یو او د بندونو تر شا د زېرمو حجم کم دی"

په تېرو کلونو په ځلونو د خوزستان ولایت څخه د اوبو د لېږد موضوع د یاد ولایت د خلکو او مسؤلینو له منفي غبرګونونو سره مخ شوې.

دوی وایي له دغه ولایت څخه دایران نورو برخو ته د اوبو لېږد د خوزستان د اوبو د سرچینو د وچوالي لامل ګرځي.

په سنا کې د خوزستان د خلکو استازي هم د اوبو د کمښت په اوسنیو شرایطو کې له یاد ولایت څخه د اوبو د لېږد د لارو د بندولو غوښتنه کړې.

د خوزستان د اوبو او برېښنا مدیر ویلي خوزستان ولایت خر مشهر او آبادان ته د اوبو لېږد په برخه کې د راتلونکو میاشتو ښه وړاندوینه نه ده شوې.

ولې ایران له وچکالۍ سره مخ دی؟

سږ کال د خوزستان ولایت یو له سخت او ګرم اوړي سره مخ و او ډېره ګرمي ددې لامله شوې چې یو شمېر ادارې او سازمانونه رخصت شي.

سږ کال ایران د نورو سیمو په څېر خوزستان هم د وچکالۍ له کړکېچ سره مخ شوی و.

د ایران په یو شمېر ښارونو کې د اوبو د کموالي او برښنا د پرې کېدو په تړاو لاریونونه وشول د ایران ولسمشر حسن روحاني چې د ولسمشرۍ دورې ورستۍ اونۍ تېروي وړاندې ویلي و چې ایران سږ کال د بې مخیني وچکالۍ سره مخ شوی او ورښتونه د تېر کال پرتله ۵۲ سلنه کم شوي.

د خوزستان سربېره د بلوچستان، خراسان، هرمزګان او کرمان ولایتونه هم په بې ساري ډول د اوبو کمښت سره مخامخ دي.