د لومړني ښوونځي هغه استاد چې ولسمشر شو

د خپرېدو وخت

د ټاکنو له یوه اوږده او له تاو تریخوالي ډک بهیر وروسته پیدرو کاستیلو د پیرو د نوي ولسمشر په توګه لوړه وکړه. د نوموړي بریا په داسې یوه هېواد کې کاروباري او سیاسي اشرافیه ته ټکان ورکړی دی چې کورونا وبا هم سخت ځپلی دی.

فیدرو کاستېلو د پیرو د یوې ډېرې بیوزله سیمې په یوه کوچني کلي کې زېږېدلی او په زلمیتوب کې یې له بې تعلیمه مور، پلار سره په کر کېله کې مرسته کوله.

وروسته بیا په یوه ښوونځي کې ښوونکی شو، چې ۲۵ کاله یې همدا دنده درلوده او د اتحادیې مشري یې هم ورسره کوله.

ښاغلی کاستیلو د هغو کلیوالو خلکو د رایې له لارې چې ده ورسره ژوند کړی، ۲۰۲۱ کې سره له دې چې تجربه یې نه درلوده، د خپل هېواد ولسمشرۍ مقام ته ورسېد.

ښاغلی کاستیلو ځان ولسونو ته نژدې سړی بولي، معمولاً یې د خپلې سیمې کاجامارسا دودیزه خولۍ پر سر وي، یو پینسل یې په لاس کې وي، چې هم د ده د مارکسیست خپلواک پیرو ګوند ټاکنیز نښه ده او هم د نوموړي تعلیمي شالید څرګندوي.

دی ادعا کوي چې پر هېواد یې د پراخو پرګنو په ګټه حکومتولي نه ده شوې او د بیوزلۍ او بې عدالتۍ له منځه وړلو لپاره په د اساسي قانون لانجمنې نوې مسودې په ګډون پر (سختو بدلونونو) ټینګار کوي.

مخالفان یې پرې تور پورې کوي چې کیڼ اړخه سخت دریځی دی، د کمونیستانو له چریکي ډلو سره اړیکي لري، خو نوموړی دا تورونه بولي او ردوي یې.

که څه هم نوموړی خپلو ویناوو کې منځلاری ښکاري، خو منتقدین یې لا هم اندېښمن دي چې ځینې پلانونه یې د لاتین امریکا تر ټولو باثباته هېواد کې ګډوډي رامنځته کولای شي.

د اتو خویندو، وروڼو ورور ښاغلی کاستیلو د ۱۹۶۹ کال د اکتوبر پر ۱۹ مه پونا سیمه کې زېږېدلی او له ۱۹۹۵ تر ۲۰۲۰ پورې یې د لومړني ښوونځي د ښوونکي په توګه دنده درلوده. ۲۰۰۲

کال کې نوموړي د ښاروالۍ ټاکنو کې برخه واخیسته، چې بریالي نه شو، خو له هاغه وروسته یې سیاست ته مخه کړه او ۲۰۱۷ کال کې د معاشونو موضوع پر سر ښوونکو یوه اعتصاب کې مشهور شو. سره له دې چې ښاري سیمو کې مشهور نه و،

د سږ کال ټاکنو کې یې برخه واخیسته او په لومړي پړاو کې له ۱۷ نورو کاندیدانو مخکې شو.

نوموړي د پخواني ولسمشر البرتو فوجیموري لور کیکو فوجیموري ته ماتې ورکړه، چې د کاروباري ټولنې د خوښې کاندیده بلل کېده. د اغلې فوجیموري کمپاین ډلې له اعتراضونو وروسته تر یوې اونۍ پورې د رایو شمېرنه روانه وه، چې پایله کې یې ښاغلی کاستیلو د ۴۷ زره زیاتو رایو له کبله بریالی اعلان شو.

له بریا وروسته نوموړي خپل پیغام کې ویلي: د ټول ولس لپاره وخت راغلی چې یو موټی شو، په ټولشموله پیرو کې، په یوه شفاف پیرو کې، په یوه خپلواک پیرو کې.