د ایراني هکرانو هغه ډله کشف شوې چې ځانونه یې بریتانیا مېشت علمي شخصیتونه بلل

انټرنیټي بریدونه

د عکس سرچینه، Alamy

د عکس تشریح، د سواس پوهنتون وايي د چا شخصي مالومات نه دي غلا شوي او نه یې هم د مالوماتو زېرمې اغیزمنې شوې دي.
د خپرېدو وخت

یوه ایرانۍ ډله چې پر خلکو یې د انټرنېټي بریدونو په موخه ځان بریتانیا کې مېشته اکاډيمیکه ډله معرفې کوله کشف شوې ده.

دا ډله د لندن پوهنتون وېبپاڼې ته هم د مالوماتو د غلا کولو په هڅه کې ورننوتې وه.

دا ډله پر انټرنېټ د امنیتي کمپنۍ 'پروف پواینټ ' له خوا کشف شوې او هغه یې ''سوفېسټ سکالر '' په نامه بللې او وايي چې دا ډله ډېره ماهره ده.

ګومان کېږي د هکرانو دا ډله چې کله کله ځان ''چارمېنګ کیټن/یا په زړه پورې پېشو '' هم بولي د ایران له حکومت سره تړلې ده او په امریکا او بریتانیا کې له خپلو اهدافو سره په خبرو کې هم ښکیله پاتې شوې ده.

د ۲۰۲۱ کال په لومړیو کې خلکو ته په لندن کې د سواس پوهنتون د ''روزنې او څېړنو '' له څانګې ایمیل استول شوی و او هغوی یې پر انلاین په مینځني ختیځ کې د امریکا پر وړاندې امنیتي ننګونو په اړه یوه کنفرانس ته رابللي وو.

خو د جي میل له یوه ادرس نه استول شوی دا ایمیل په حقیقت کې د پوهنتون له خوا نه و استول شوی بلکې د ایراني هکرانو د هغې ډلې له خوا استول شوی و چې ګومان کېږي د ایران له انقلابي ګارډ سره تړلې ده.

کله چې به د بلنې ایمیل پرانستل کېده بیا به ''د راجسټر کولو لینک '' د ریښتنې ویبپاڼې له خوا استول کېده چې هغه هم هکرانو هک کړې وه.

دا ویبپاڼه په سواس پوهنتون کې د یوې خپلواکې راډیو ده.

له هغه وروسته به د راجسټر کولو په بهیر کې غوښتل کېدل چې ایمیل ادرس او د فېسبوک مشخصات ولیکي چې له داسې کولو سره به هکرانو هغه مشخصات غلا کول.

د دغسې مشخصاتو غلا کول نوې خبره نه ده خو نوې په کې دا وه چې دغه مشخصات د یوې ريښتنې وېبپاڼې له خوا غوښتل کېدل.

د پروف پواینټ انترنیټي امنیتي کمپنۍ مشر شیروډ ډيګریپو بي بي سي ته وویل ''دا کار د دې ډلې له خوا تر ډېره بې ساری او مهاهرانه دی. ''

هکرانو د دې لپاره چې د خلکو اعتبار خپل کړي د راجسټر کولو له غوښتنې نه مخکې له هغوی سره اوږدې خبرې کولې او کله کله به یې ان د بلنې په اړه پر تيليفون د خبرو وړاندیز هم کاوه.

په یوه قضیه کې یو چا د بلنې په اړه د نورو مالوماتو غوشتنه کړې وه چې په ایمیل کې ورته استول شوي وو او هکرانو ورته ویلي چې د ویډیويي اړیکې له لارې به کنفرانس کې ګډون کوي.

د پروف پواینټ کمپنۍ د موندنو له مخې دې هکرانو په امریکا او بریتانیا کې له ۱۰ نه پر کمو سازمامونو انټرنېټي بریدونه کړي او دغلته یې خلک په نښه کړي دي.

ویل شوي پر دې کسانو په دې خاطر انترنېټي بریدونه شوي چې ښايي د ایران په اړه د بهرنۍ تګلارې، له ایران سره د اتومي پروګرام په هکله یې د خبرو یا هم د ایران د مخالفینو په اړه معلومات ولري.

انټرنیټي بریدونه

د عکس سرچینه، PROOFPOINT

د عکس تشریح، هک شوې ویبپاڼې له خلکو غوښتل چې ځان راجسټر کړي څو په دې توګه یې مشخصات غلا کړي.

د سواس پوهنتون وايي د چا شخصي مالومات نه دي غلا شوي او نه یې هم د مالوماتو زېرمې اغېزمنې شوې دي.

پوهنتون وايي هغه ویبپاڼه چې هک شوې وه د پوهنتون له ویبپاڼې نه جلا د راډیو ده چې هېڅ اکاډمیک اړخ نه لري.

پروف پواینټ وايي په بشپړ ډاډ نه شي ویلي چې د یادو شویو انټرنېټي بریدونو ترشاه د ایران انقلابي ګارد و خو کارول شوي تکتیکونه، تخنیکونه او په نښه کولو بڼه یې تر ''ډېره باوري '' کوي چې د ایران انقلابي ګارد به یې ترشاه و.

پروف پوایڼت اکاډيمیکو اشخاصو، ژورنالیستانو، څېړونکو او کارپوهانو ته وړاندیز کړی چې د هغو کسانو هویت معلوم کړي چې د انټرنیټ له لارې ورته د فرصتونو وړاندیز کوي.