بایډن وايي، له روسیې د انټرنېټي بریدونو مخنیوي لپاره هر لازم اقدام کوي

د عکس سرچینه، EPA
د امریکا ولسمشر جوبایډن د روسیې ولسمشر ویلایمیر پوتین سره په تېلېفوني خبرو کې هغه ته ویلي چې د هغو انټرنېټي مجرمانو پرضد اقدامات وکړي چې له روسیې نه د پېسو په خاطر په امریکا کې بریدونه کوي.
ولسمشر بایډن ویلي که هکران په خپل سر او یا هم د حکومت په لارښوونه فعالیت کوي دا د ولسمشر پوتین مسوولیت دی چې په مخنیوي یې مداخله وکړي.
ولسمشر بایډن له خپل روسي سیال سره وروسته له هغه د انټرنېټي بریدونو په اړه تیلیفوني خبرې وکړې چې په دې وروستیو کې پر امریکايي کمپنیو سایبري بریدونه وشول او چارې یې په ټپه ودرېدې.
سپینه ماڼې وايي د امریکا ولسمشر جوبایډن خپل روسي سیال ویلادیمر پوتین ته ویلي چې امریکا به له روسیې نه د انټرنیټي بریدونو د مخنیوي لپاره هر لازم اقدام وکړي.
تر دې تېلېفوني خبرو دمخه د امریکا او روسیې ولسمشرانو تېره میاشت په جینوا کې هم سره خبرې کړې خو تازه تيليفوني خبرې یې په داسې مهال کړې چې په همدې روانه میاشت کې په امریکا کې انټرنېټي بریدونه وشول او په پایله کې یې د ۱۵ سوه کمپنیو چارې ودرېدې.
تر دې تېلفوني خبرو وروسته کریملین وویل چې امریکا ورسره د انټرنېټي بریدونو په اړه اړیکه نه وه ټینګه کړې.
د ولسمشر پوتین دفتر لخوا په یوه خبرپاڼه کې راغلي سره له دې چې روسیه چمتو ده چې د مجرمانه کړنو پرضد په ګډه اقدام وکړي د امریکا له خوا په تېره میاشت کې هېڅ غوښتنه نه ده شوې.
خو یوه لوړ پوړي امریکايي چارواکي چې نوم یې نه دی په ډاګه شوی د کريملین دا خبره رد کړې او د فرانسې خبرې اژانس ته یې ویلي چې د ولسمشر بایډن ادارې څو ځلې د اقدام لپاره ځانګړې غوښتنې کړې وې.
دغه راز د کريملین له خوا په اعلامیه کې زیاته شوې چې دواړه خواوې د انټرنېتي خوندیتوب په اړه همکاري سره کوي.
روسیې ویلي چې دغه همکاري باید دوامداره، مسلکي او غیرې سیاسي وي او باید نړیوال قانون ته په درناوي د خبرو له ځانګړو لارو نه تر سره شي.
ښاغلی بایډن وايي، ولسمشر پوتین ته یې ویلي چې د امریکا له خوا د کافي معلوماتو د ورکړې په صورت کې یې مسوولیت دی چې د مجرمو ډلو په مخنیوي کې مداخله وکړي. نوموړی زیاتوي:
''ما هغه ته روښانه کړه چې د امریکا متحده ایالات ترې نه تمه لري چې کله د روسیې له خاورې د پېسو په خاطر انټرنیټي بریدونه کېږي، که څه هم حکومت یې ملاتړ نه کوي خو دا د هغه مسوولیت دی چې زموږ له خوا د کافي معلوماتو د ورکړې په صورت کې اقدامات وکړي. ''

د عکس سرچینه، WEBROO
له ښاغلي پوتین سره تر یو ساعته تيلېفوني خبرو وروسته یوه خبریال له ښاغلي بایډن پوښتنه وکړه چې ایا روسیه به د انټرنېټي بریدونو له امله له جدي پایلو سره مخامخ شي؟ ولسمشر بایډن یې په ځواب کې وویل چې هو!
په وروستیو کلونو کې د پېسو په خاطر ترسره کېدونکي انټرنېټي بریدونه ډېر شوي دي.
امریکا وايي ډېری دغه ډول بریدونه له روسیې کېږي او ډېر ځله د روسیې امنیتي ادارو په تایید سره ترسره کېږي.
خو روسیې په تېر کې په بیا بیا د امریکا له خوا دا ادعاوې چې ګواکې له روسیې نه په امریکا کې انټرنیټي بریدونه کېږي رد کړي دي.



















