فېلیپین؛ د پوځي الوتکې د غورځېدو له کبله لسګونه کسان وژل شوي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د فېلیپین د سویل جولو ټاپو کې د یوې پوځي الوتکې د غورځېدو پېښه کې لږترلږه ۲۹ کسان وژل شوي دي.

رپوټونه وايي تر ۵۰ ډېر نور کسان له دې لوېدلې الوتکې چې تر لوېدو وروسته یې اور اخیستی، ژوندي ایستل شوي دي.

دې (سي ۱۳۰ هرکولېس) الوتکې ۹۰ کسان لیږدول چې ډېر یې پوځیان وو.

له دې پېښې ژغورل شوي کسان جولو ټاپو کې د پوځ یوه نږدې روغتون ته لېږدول شوي دي.

چارواکو ویلي تر دې دمه د پېښې ځای کې د ۱۷ تنو جسدونه موندل شوي دي.

فېلیپیني رسنیو لخوا خپرو شویو تصویرونو کې ښکاري چې دا الوتکه څو ودانیو ته نږدې یوه ځنکلي سیمه کې غورځېدلې ده.

دا الوتکه چې د فېلیپين سویل کې یې د مېنداناو ټاپو له 'کاګایان دې اورو' ښاره سرتیري لېږدول، په ځايي وخت نږدې ۱۱:۳۰ بجې جولو ښار ته نږدې وغورځېده.

د فېليپین د پوځ مشر جنرال سوبېجانا خبریالانو ته ویلي: "الوتکه له ځغاستلیکې وتلې - هڅه یې کړې بېرته والوځي، خو دا کار نه دی شوی."

د فېليپین حکومت پلان لري چې د ابوسیاف ډلې په څېر د اورپکو خلاف د جګړې لپاره د دغه هېواد سویل کې پوځي حضور پیاوړی کړی.

دا سرتیري هم د همدغو هڅو په لړ کې جولو ټاپو ته لېږدول کېدل.

چارواکو ویلي ‍د ژغورنې د عملیاتو تر پای وروسته به د دې پېښې په اړه هر اړخیزې څېړنې وشي، خو دمګړۍ داسې هېڅ نښه نښانه نه شته چې پر دې الوتکې دې برید شوی وي.

د فرانسي خبري اژانس لیکلي چې د دې الوتکې د سپرلۍ ډيره برخه هغه کسان دي چې په دې وروستیو کې لومړنیو پوځي زدکړو فارغ شوي دي.