قبرس د لوی طبیعي اور پراخېدو سره مرسته غوښتې

د ویډیو تشریح، اوروژونکي هڅه کوي د اور د لمبو پراخېدو مخه ونیسي
د خپرېدو وخت

قبرس له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د دغه هېواد د لوی طبیعي اور په مهارولو کې همکاري ورسره وکړي. دا د قبرس په تاریخ کې تر ټولو لوی اور ګڼل شوی دی.

له اور سره تېز باد هم مل دی چې لمبې یې له یوه ځایه بل ته لېږدوي. د اور لمن ډېره د قبرس سوېلي لیماسول سیمه کې پراخېدونکې ده چې د ګڼو کلیو خلک یې کوچېدو ته اړایستلي دي.

که څه هم ډېر مالي زیانونه یې اړولي، خو تر اوسه یې څوک نه دي وژلي.

دا اور په قبرس کې تر یوې اونۍ سختې ګرمۍ وروسته بل شوی. هلته د تودوخې درجه د سانټيګراد په کچه تر ۴۰ لوړه وه.

د قبرس چارواکو له اروپايي ټولنې او اسراییلو د اور د لمبو له تېزېدو وروسته د مرستې غوښتنه کړې.

اور د شنبې په ورځ غرمه مهال پیل شوی دی.

په اکاراپاس کې یوه ځايي چارواکي واسوس واسیلیو ویلي: "اور د خاورین توپان په څېر دی چې هرڅه یې خراب کړل".

اور

د عکس سرچینه، EPA

د قبرس د ځنګلونو چارو د ادارې مشر چاالامبوس الکسندرو اومګا تلویزیون ته ویلي: "د اد قبرس په تاریخ کې تر ټولو بدتر اور دی"، چې په وینا یې د اور لمبې لږ تر لږه ۴۰ کیلومترو ته رسېږي.

په ورته وخت کې د قبرس ولسمشر نیکوس اناستاسیدس ویلي، د هېواد لپاره یې "ډېره سخته ورځ" ده چې د خلکو ژغورل به یې لومړیتوب وي.

نوموړي له یونان او اسراییلو د اور وژونکو الوتکو د استولو مننه وکړه. ایټالیا هم د اوروژونکو الوتکو د مرستې ژمنه کړې ده.

دا مهال څو چورلکې او اوروژونکې الوتکې د اور پر وژلو بوختې دي، چې د رویټرز خبري اژانس د رپوټ له مخې، ایټالیايي سرتېري هم د مرستې په عملیاتو کې ګډون کړی.

اور

د عکس سرچینه، EPA