تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
جګو بوټانو کې د پوځي مارش پلان توند غبرګونونه پارولي
د اوکراین دفاع وزارت هغې پرېکړې ته توند غبرګونونه څرګند شوي، چې غواړي ښځینه سرتېرې یې راتلونکې میاشت د پوځي بوټانو پر ځای داسې پیزارو (بوټانو) کې مارش وکړي، چې اوږدې پوندې لري.
د دغه هېواد پارلمان کې د اپوزیسیون یوه مشره ارېنا ګیراشچینکو وايي، دا د مساواتو پر ځای جنسیتي تبعیض دی.
اوکراین کې د اګست پر ۲۴ مه د شوروي اتحاد له منځه تلو وروسته د خپلواکۍ ورځې په مناسبت یو پوځي مارش پلان شوی دی.
د اوکراین دفاع وزارت چارواکي بیا وايي، دغه ډول بوټان له مقرراتو سره سم د یونیفورم برخه دي.
بل لور ته اوکراین کې دې پرېکړې ګڼ کسان حیران کړي دي او د پارلمان یو شمېر غړو له دفاع وزیر اندرې تاران غوښتي چې بښنه وغواړي.
مبصر ویټالي پورتنیکوف پر فېسبوکپاڼه لیکلي:
''د اوږدو پوندو په بوټانو کې پوځي مارش رښتیا چې رسوايي ده. '' د نوموړي په وینا ځینې چارواکي یو ډول ''لرغونی ذهنیت '' لري.
اغلې ګیراشچینکو وايي، لومړی ځل یې په پوځي یونیفورم کې د دې ښځینه پوځیانو د تصویر له لیدو وروسته چې د مارش لپاره یې تمرین کاوه، ګومان وکړ، چې دا ګواکې یوه ټوکه ده.
نوموړې زیاتوي دا مساواتو پر ځای جنسیتي تبعیض دی او دا حیرانه ده، چې چارواکو ته ولې د ښځینه پوځیانو لپاره د مناسب زره پوښ طرح کولو پر ځای د اوږدو پوندو بوټان ډیزاین کول ډېر مهم ښکاره شوي.
د پارلمان مرستیاله مشره اولینا کوندراتیوک وايي، دا وروستیو کې د هېواد په ختیځ کې د هغو بېلتون پالو پر ضد چې د روسیې ملاتړ ورسره وو، ۱۳۵۰۰ ښځینه پوځیانو په جګړه کې برخه درلوده.
د اوکراین پوځ کې له ۳۱ زرو ډېرې ښځینه پوځیانې خدمت کوي، چې نژدې ۴۰۰۰ یې افسرانې دي.