د مالي اقدام کاري ډلې د پاکستان نوم په خړ لیست کې د ساتلو پرېکړه وکړه

د عکس سرچینه، FATF
د مالي اقدام کاري ډلې يا ایف، اي، ټي، ایف چې د ترهګرۍ د مالي سمبالښت پر وړاندې مبارزې لپاره جوړه شوې په خپله غونډه کې پرېکړه کړې، چې پاکستان به لا هم په خړ لیست کې وي او څارنه به یې کېږي.
ایف، اي، ټي، ایف مشر مارکوس پلیئر د پنجشنبې پر ورځ د یاد سازمان غونډې ته وینا کې وویل:
''پاکستان له ۲۷ وړاندیزونو د ۲۶ په هکله اقدامات کړي، خو پاکستان لا هم ترهګرو ته د سزا ورکولو او قانوني تعقیب په هکله باید نور ګامونه پورته کړي. ''
ایف، اي، ټي، ایف یو لور ته په قانوني نظام کې د غوره والي راوستو له کبله د پاکستان ستاینه کړې، خو په ورته مهال یې د اسیا فاسفیک ډلې رپوټ ته په اشارې سره ویلي، ''دې ادارې ۲۰۱۹ کال کې خورا جدي مسایلو ته اشاره کړې وه، خو دې سره هم پاکستان په نړیواله کچه د ایف، اي، ټي، ایف پر معیار برابر نه دی. ''
له همدې کبله د اوس لپاره د پاکستان نوم په خړ لیست کې ساتل شوي او له دې د وتلو لپاره د نورو اقداماتو اړتیا په ګوته شوې.
ایف، اي، ټي، ایف په ۲۰۱۸ کال کې د پاکستان نوم په خړ لیست کې شامل کړ.
دغه لیست کې د هغو هېوادونو نومونه شاملېږي چې د تورو پیسو سپینولو او له ترهګرۍ سره د مالي مرستو مخنیوي کې پاتې راځي.
د یادونې ده چې ایف، اي، ټي، ایف د ۲۰۲۰ کال اګست په غونډه کې پر شپږ وړاندیزونو عملي کولو کې د پاکستان پرمختګ د ډاډ وړ و نه باله او څلور داسې برخې یې په ګوته کړې، چې د دې ادارې په وینا باید پاکستان یې لړ کې اقدامات وکړي.
د دې لپاره پاکستان ته د ۲۰۲۱ کال تر فبرورۍ پورې وخت ورکړل شوی و او د ۲۰۲۱ فبرورۍ په غونډه کې یادې ادارې له پاکستانه د دریو وړاندیزونو لړ کې د لا نور فعالیت غوښتنه وکړه.

د عکس سرچینه، FATF
د ایف، اي، ټي، ایف غونډه د جون له ۲۰ مې پیل شوې وه، چې نن جون ۲۵ مه پای ته ورسېده، خو د یادې ادارې له پرېکړې یوه ورځ مخکې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وویل، پاکستان له ۲۷، شپږویشت وړاندیزونه عملي کړي دي او د پاتې یوه عملي کولو لړ کې 'جدي ' فعالیت دوام لري.
د ښاغلي قریشي په وینا له دې کبله به لا هم په خړ لیست کې د پاکستان نوم ساتل 'مناسب ' نه وي.
انټرنېشنل کارپورېشن ریویو نومې یوه اړوند اداره د پیسو سپینولو او له ترهرګرۍ سره د مالي مرستو مخنیوي اړوندو هغو ۴۰ وړاندیزونو عملي کېدو چارې څاري چې ایف، اي، ټي، ایف ترتیب کړي دي.
د ۲۰۱۷ کال نومبر کې دې ادارې په ارجنټاین غونډه کې د پاکستان په اړه یو قرارداد تصویب کړ.
دغه قرارداد کې هغه ملاتړ ته پام اړول شوی، چې د لشکر طیبه، جېش محمد او جماعت الدعوۃ په څېر ډلې یې پاکستان کې ترلاسه کوي.
له هغه وروسته امریکا او بریتانیا وړاندیز وکړ، چې د پاکستان نوم باید خړ لیست کې شامل شي او فرانسې او جرمني هم د دغه قرارداد ملاتړ اعلان کړ.



















