د کاناډا یوه پخواني ښوونځي کې ۷۵۱ بې نومه قبرونه موندل شوي

د عکس سرچینه، Reuters
کاناډا کې د بومي یا اصلي اوسېدونکو یوه ډله وايي، د دې هېواد ساسکاچیوان سیمې یوه پخواني لیلیه لرونکي ښوونځي په ځای کې ۷۵۱ بې نومه قبرونه موندلي دي.
د کاوسس لومړی قوم په نامه دغې ډلې پر چهارشنبه وویل، ''تر نن نېټې پورې دا تر ټولو ډېره پاموړ موندنه ده. '' خو یادې ډلې د موندل شویو قبرونو کره شمېره نه ده یاده کړې.
دا له هغې پېښې څو اونۍ وروسته ده، چې برټش کولمبیا سیمې د یوه ورته لیلیه لرونکي ښوونځي په شاوخوا کې د ۲۱۵ ماشومانو هډونه موندل شوي وو.
د یادونې ده چې ۱۹ او ۲۰ پېړۍ اوږدو کې د کاناډا حکومت او مذهبي روحانیونو د بومي ځوانانو جذبولو لپاره دغه ډول ښوونځیو چارې پر مخ بیولې.
تېره میاشت د کاوسیس ډلې تر ځمکه لاندې د معلوماتو برالا کوونکي راډار په وسیله د انډین لیلیې ښوونځي په ماریوال هدیره کې د بې نومه قبرونو لټون پیل کړ.
غبرګونونه
یادې ډلې موندل شوي معلومات ''بوږنونکي او د حیرانۍ '' بللې.
د لومړنیو قومونو اسامبلې مشر پیرې بیلیګارډ د بې نومه قبرونو موندل کېدل ''خواشینونکي '' بولي، خو په وینا یې ''د حیرانۍ وړ خبره '' نه ده.
هغه په یوه ټویټر پیغام کې وايي: ''زه له ټولو کاناډایانو غواړم چې په دې سخت او حساساتي وخت کې له لومړنیو قومونو سره اوږه په اوږه ودرېږي. ''
د یادونې ده چې د دې ښوونځیو لپاره د ۱۸۶۳ او ۱۹۹۸ کلونو تر منځ له ۱۵۰ زرو ډېر بومي ماشومان له کورنیو اخیستل شوي وو.
دې ماشومانو ته د خپلې مورنۍ ژبې ویلو یا خپل دود دستور پالنې اجازه نه ورکول کېده او دغه راز ډېری ځورول کېدل. ۲۰۰۸
کال کې د دې نظام اغېزو معلومولو لپاره ګومارل شوي کمېسیون وویل، چې د دې ښونځیو لوی شمېر بومي زدکوونکي ماشومان خپل کور - کلي ته نه دي ستانه شوي. کاناډا حکومت په همدې ۲۰۰۸ کال کې د یاد سسټم له کبله رسماً بښنه وغوښته.




















