د روسیې جنګي الوتکو او بېړیو بریتانوي جنګي بېړۍ په نښه کړې

ایچ ایم ایس ډیفنډر د روانې میاشتې لومړيو کې استانبول کې و

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ایچ ایم ایس ډیفنډر د روانې میاشتې لومړيو کې استانبول کې وه
د خپرېدو وخت

د روسیې هوايي ځواک تر ۲۰ ډېرې الوتکې او د ساحل ساتونکو دوې بېړۍ د بریتانیا پر هغه جنګي بېړۍ راټول شوي چې کرېمیا کې یې سفر کاوه.

مسکو کې د دفاع وزارت وايي، ګزمه کوونکو بېړیو د خبرداري لپاره ډزې کړې او جنګي الوتکو د ایچ ایم ایس ډیفنډر نوې بېړۍ په لار کې بمونه غورځولي دي.

بریتانیا حکومت بیا د پېښې په تړاو د روسیې څرګندونې رد کړې، چې ګواکې د خبرداري لپاره ډزې شوې دي.

د بي بي سي یو خبریال چې دې بېړۍ کې سفر کوي وايي، روسي پوځ د بېړۍ پر وړاندې مزاحمت کړی.

دې بېړۍ په تور سمندر کې جورجیا ته سفر کاوه او د بي بي سي دفاعي چارو خبریال جوناتن بیال د رپوټ چمتو کولو پر مهال هم په هوا کې د جنګي الوتکو غږونه اورېدل کېږي.

نوموړی داسې حال د سخت خبرداري حال وايي، چې د جنګي بېړۍ عملې د شونې مخامختیا لپاره چمتوالی کاوه.

د بي بي سي خبریال چې له پېښې مخکې بېړۍ ته بلل شوی و وايي، له ۲۰ ډېرې جنګي الوتکې یې لیدلې او د ساحل ساتونکو دوې بېړۍ یې بریتانوي جنګي بېړۍ ته په نژدې سل مترۍ کې ولیدې.

روسيې ۲۰۱۴ کال کې کریمیا سیمه له اوکراینه ونیوه او په خپله خاوره پورې یې ضمیمه کړه، خو نړیوالې ټولنې دا په رسمیت نه ده پېژني.

داسې حال کې چې روسیه کریمیا او سمندري حدود یې خپل ملکیت بولي، بریتانیا وايي، ایچ ایم ایس ډیفنډر نومې بېړۍ د اوکراین اوبو کې له هغه ځایه تېرېده چې معمولاً د بېړیو تګ راتګ لپاره کارول کېږي او په نړیواله کچه د ټرانزیټ لار بلل کېږي.

دروسیې دفاع وزارت وايي، د دوی اوبو ته د سمندري ځواک بېړۍ ننوتل 'خطرناک فعالیت ' دی، د سمندرونو په هکله د ملګرو ملتونو له کنوانسیونه 'سخت سر غړاوی ' دی او باید د بېړۍ له عملې پوښتنې، ګروېږنې وشي.

د بریتانیا غبرګون

بل لور ته د بریتانوي حکومت یوه ویاند د هر ډول مخامختیا تصور رد کړی او په وینا یې روسیانو تور سمندر کې د معمول نښې ویشتو تمرین کاوه.

د بریتانیا دفاع سکرتر بین والاک زیاته کړه:

''له معمول سره سم روسي کښتیو روانه بېړۍ بدرګه کړه او په شاوخوا پراخه ساحه کې د تمریناتو خبرداری ورکړل شوی. ''

په مسکو کې د بریتانیا سفیر هم احضار شوی او د چهارشنبې پر ورځ یې له چارواکو سره لیدلي دي.

د روسیې دفاع وزارت په وینا له ځايی وخت سره سم دوولس بجې او شپږ دقیقې او دوولس بجې او اته دقیقې وې چې ساحل ساتونکې بېړۍ د خبرداري لپاره هوايي ډزې وکړې، چې بریتانوۍ بېړۍ لاره بدله کړي او بیا لس دقیقې وروسته د روسیې یوې جنګي الوتکې د دې بېړۍ په لار کې بمونه وغورځول.