د ایران نوي ولسمشر ابراهیم رئیسي لومړنۍ خبري ناسته؛ پر ځان لګېدلي تورونه یې رد کړل

ایران، رئیسي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ښاغلي رئیسي د ''بشریت ضد جنایت'' تور په اړه وویل زه له لومړي سر نه د یوه حقوقپوه په توګه د بشري حقونو په لټه وم.''
د خپرېدو وخت

د ایران نوي ټاکل شوي ولسمشر ابراهیم رئیسي په خپله لومړنۍ خبري غونډه کې پر ده د ''بشریت ضد جنایت '' تورونو او د ۱۳۶۷ لمریز کال په دوبي کې په اعدامونو کې د ده د رول په اړه څرګندونې وکړې.

نوموړی همدا راز له ایران سره د شوي اتومي تړون، له امریکا، چین او سعودي عربستان سره پر اړیکو او اقتصادي لومړیتوبونو وغږېد.

ښاغلي رئیسي په دې خبري ناسته کې د یوې پوښتنې په ځواب کې د امریکا متحده ایالاتو له خوا پر ده د لګېدلو بندیزونو، بهرنیو سفرونو کې د ستونزو او بخښنې نړیوال سازمان له خوا پر ده د تور په اړه چې وايي په ۱۳۶۷ کال کې يې په اعدامونو کې لاس درلود وویل ''د قاضي په توګه یې د ایران د ټولو وګړو له حقونو نه دفاع کړې وه، رول یې د یوه قاضي و چې باید وستایل شي. ''

په دې اړه پوښتنه د الجزیزې شبکې خبریال په انګلیسي ژبه کړې وه خو په خبري ناسته کې ترجمان هغه برخه چې ''بشریت ضد جنایت '' په اړه وه په بشپړه توګه ترجمه نه کړه او ۱۳۶۷ کال د اعدامونو برخه یې یوازې ''ځیني اعدامونه '' ترجمه کړ.

ښاغلي رئیسي د ''بشریت ضد جنایت '' تور په اړه وویل: "زه له لومړي سر نه د یوه حقوقپوه په توګه د بشري حقونو په لټه وم ''.

بیا یې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش ظهور ته له عربي هېوادونو سره نسبت ورکړ او د دې ډلې د اعمالو په اړه یې وویل ''نن موږ د مدعي په مقام کې یو، د انسان د حقونو مدعي. ''

د ایران متخب ولسمشر زیاته کړه، هغه کارونه چې ده ترسره کړي د بشري حقونو لپاره وو، ''له هغو خلکو سره یې چې د داعش ډلې په څېر یې د بشر ضد عمل کړی '' مبارزه کړې او باید له دې امله وستایل شي.

وروسته له هغه چې ابراهیم رئیسي د ایران د ولسمشرۍ ټاکنو د ۱۳مې دورې ګټوونکی اعلان شو د بخښنې نړیوال سازمان مشرې اګنس کالامارد غوښتنه وکړه چې د ایران له مختب ولسمشر نه دې د هغو اقداماتو په اړه چې هغې د ''بشریت ضد جنایات '' ووبل تحقیقات وشي.

ښاغلی رئیسي د آیت الله خمیني په حکم په ۱۳۶۷ لمریز کال کې د سیاسي او عقیدوي بندیانو د دوسیو د څیړلو په خاطر ګومارل شوی و. هغه مهال زرګونه بندیان له لنډو محاکمو وروسته اعدام کړای شول.

آیت الله حسین علي منتظري چې یو مهال د ایران د مشرانو له ډلې و دا ګام ''د ایران اسلامي جمهوریت له خوا تر ټولو لوی جنایت بللی دی. ''

امریکا او نورو هېوادونو سره اړیکې

ایران، رئیسي

د عکس سرچینه، Getty Images

ابراهیم رئیسي له امریکا سره د اړیکو د ښه کولو په خاطر له ولسمشر جوبایډن سره د لیدنې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې یوازې دومره ویل چې 'نه '.

بیا یې د نورو پوښتنو په ځواب کې چې له نوموړي نه له امریکا او اورپايي هېوادونو سره د اړیکو او شوي اتومي تړون د راتلوونکې په اړه وشوې وویل ''امریکا دې تړون د ستنېدو په خاطر د بندیزونو د لېری کولو په برخه کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي چې ایران یې وارزوي. ''

ښاغلي رئیسي امریکا ته په خطاب کې وویل وړاندیز یې دا دی چې په چټکۍ سره بندیزونه لري او د خپلو ژمنو په عملي کولو پیل وکړي.

هغه وویل له امریکا سره د ایران د توغندیو د پروګرام او سیمه ییزو سیاستونو په اړه خبرې نه شي کېدای.

د ایران منتخب ولسمشر پر اروپايي هېوادونو هم نیوکه وکړه چې د امریکا له خوا پر ایران د بندیزونو په عملي کولو کې یې د امریکا ملاتړ کړی.

ښاغلي رئیسي زیاته کړه چې حکومت به یې د هېواد برخلیک او اقتصادي وضعیت له اتومي تړون سره نه تړي او د حکومت بهرنی سیاست به یې یوازې اتومي تړون پورې محدود نه وي.

هغه له چین سره د اړیکو په اړه وویل، د دواړو هېوادونو ترمنځ ۲۵ کلنه هوکړه به عملي شي او له سعودي عربستان سره یې د اړیکو په اړه زیاته کړه چې د ایران له نظره د دواړو هېوادونو د سفارتونو د بیا پرانستلو لپاره چې له تېرو پنځو کلونو راهیسې د اړیکو د پرې کېدو له امله تړلي دي محدودیت نشته.