کورونا وېروس؛ برازیل کې د مړو شمېر تر ۵۰۰٫۰۰۰ اوښتی

د خپرېدو وخت

په برازیل کې د کووید-۱۹ ناروغۍ له کبله د مړو شویو کسانو شمېر تر ۵۰۰٫۰۰۰ اوښتی او په نړۍ کې د کورونا د ډېرې مړینې له اړخه دویم هېواد دی.

کارپوهان وايي، د واکسیناسیون د سست بهیر او د ژمي په نژدې کېدو د وبا خپرېدل لا پسې ډېرېدای شي.

برازیل کې د کورونا له کبله داسې مهال مړینې په ډېرېدو دي، چې ولسمشر جایر بولسونارو د ټولنیز واټن په څېر اجرآت ردوي.

د روغتیا انسټېټیوت فیوکروز وايي، هلته وضعیت "کړکېچن" دی. یوازې ۱۵ سلنه لویانو ته بشپړ واکسین ورکړل شوی دی.

پر ولسمشر بولسونارو نیوکې او فشار په ډېرېدو دی چې ولې د ولس ساتنې لپاره د خوندیتابه اجرآت نه عملي کوي، د واکسین عملي کولو، بندون لګولو او ماسک اجباري کولو لپاره جدي ګام نه اخلي.

د نوموړي مخالفان پر ده تور لګوي چې د سیاسي دلایلو له کبله یې د واکسین رانیول ځنډولي او تل یې د وبا خطر کم ګڼلی دی.

برازیل کې د وبا خپرېدو د وېروس د نورو ډولونو خپرېدو ته لار هواره کړې ده، لکه امازون سیمه کې یې چې یو نوی ډول پېژندل شوی او اوس د ګاما په نامه پېژندل کېږي.

په تېره یوه اونۍ کې هلته په اوسط ډول په یوه ورځ کې په کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر ۷۰۰۰۰ ته رسېدلی و.

کارپوهان خبرداری ورکوي چې د هېواد په سوېلي سیمو کې به راتلونکې اونۍ د ژمي په پیلېدو سره په کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر په ډېرېدو شي.

فیوکروز وايي: "برازیل په ټولنه کې د وېروس د خپرېدو له اړخه له یوه کړکېچ سره مخامخ دی... راتلونکې اونۍ د ژمي په پیلېدو وضعیت لا پسې بدتر کېدای شي."

د روغتیا وزیر مارسیلیو کویروګو پر ټویټر د مړو شویو خلکو له "پلرونو، میندو، ملګرو او خپلوانو" سره غمشریکي ښودلې ده او وايي چې: "کورونا وبا چې زموږ هېواد او ټوله نړۍ نیولې ده، زموږ ۵۰۰۰۰۰ هېوادوال یې وژلي دي."

تر برازیل مخکې امریکا د کورونا وبا له کبله د ډېرو کسانو مړینه اعلان کړې ده.

په برازیل کې له تېرې مارچ میاشتې راهیسې د اوو ورځو د مړینې اوسط تر ۱۵۰۰ ډېر دی. د روغتیايي سلامتیا انویسا تنظیموونکي مشر ګونزالو وچینا ویلي، د واکسین ورو بهیر د بشري تلفاتو کچه لوړه کړې او لا یې هم لوړولی شي.

نوموړي ویلي: "۵۰۰۰۰۰ کسان مړه شوي او له بده مرغه، له دې کبله به دا شمېر لا پسې وغځېږي، چې د واکسین اوسط‌ کچې ته ورسېږو. دا کال به له دې امله هم ګران وي چې د واکسین پر لېږدولو تکیه کوو، چې ډېر وروسته به راونیول شي."

د شنبې په ورځ زرګونه کسانو په هېواد کې د ولسمشر بولسونارو د حکومت ‌پرضد لاریون وکړ او د واکسین پروګرام د چټکېدو غوښتنه یې وکړه.

ګڼ ښارونه د واکسین له ناکافي ډوز لرلو سره لاس او ګرېوان دي.

ولسمشر بولسونارو د بندون او محدودیتونو د لګولو مخالفت کړی چې وايي که دا کار وکړي د وېروس پرتله به پر اقتصاد ناوړه اغېز وکړي. خو ټینګار یې دا دی چې له ګڼو هېوادونو یې د واکسین رانیولو لپاره تر خپله وسه هڅه کړې ده.