کورونا: سعودي عرب سږکال یوازې ځايي اوسېدونکو ته د حج کولو اجازه ورکړه

سعودي چارواکي وايي سږکال به یوازې ۶۰ زرو کسانو ته د حج په مراسمو کې د ګډون اجازه ورکړي.
د عکس تشریح، سعودي چارواکي وايي سږکال به یوازې ۶۰ زرو کسانو ته د حج په مراسمو کې د ګډون اجازه ورکړي.
د خپرېدو وخت

سعودي عرب اعلان کړی چې د کورونا وېروس خپریدو د دوام له امله یې سږکال د حج مراسم یوازې د سعودي وګړو او په سعودي عرب کې د اوسېدونکو بهرنیانو لپاره محدود کړي دي.

د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت ویلي، سږکال به یوازې ۶۰ زرو کسانو ته اجازه ورکړي چې د حج په مراسمو کې ګډون وکړي.

د وزارت په وینا یوازې هغه کسان چې عمرونه یې له ۱۸ تر ۶۵ کلونو پورې وي، د کورونا ضد واکسین شوي وي او کومه بله پخوانۍ ناروغي و نه لري کولای شي چې د حج په مراسمو کې ګډون وکړي.

تر دې وړاندې د سعودي چارواکو ویلي وو چې د ځانګړو شرایطو له مخې به بهرنیانو ته هم سږکال اجازه ورکړي چې د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره سعودي عرب ته سفر وکړي.

پروسږکال هم د کورونا وېروس د خپرېدو له امله سعودي عرب د حج په مراسمو کې د بهرنیانو ګډون منع کړ او یوازې په خپله له سعودي عربه یې یو محدود شمېر کسانو ته یې اجازه ورکړه چې د حج په مراسمو کې ګډون وکړي.

تېر کال ځینو هېوادونو هم د حج له مراسمو وړاندې اعلان کړی و چې خپلو وګړو ته به د حج په مراسمو کې د ګډون اجازه ورنکړي.

حج، سعودي عربستان

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، پروسږکال هم یوازې یو محدود شمېر کسانو ته د ځانګړو شرایطو په پام کې نیولو سره د حج په مراسمو کې د ګډون اجازه ورکړل شوې وه.

د یادونې وړ ده چې د کورونا وبا له خپرېدو مخکې هر کال د حج په مراسمو کې له ټولې نړۍ نه څه باندې دوه میلیونه مسلمانانو ګډون کاوه.

تېر اکتوبر کې د سعودي عرب حکومت له ۷ میاشتنې ځنډ وروسته خپلو وګړو او په سعودي کې مېشتو بهرنیانو ته د عمرې ترسره کولو اجازه ورکړه.

عمره کوونکي اړ وو چې له اعلان شویو سپارښتنو سره سم ماسکونه وتړي، خپل جای نماز ولري او خپلمنځي واټن وساتي.

دغه راز د کعبې شریفې او حجر الاسود لمس کول هم منع شوي وو.