عمران خان: له هند سره اړيکي عادي کول له کشمیریانو سره خیانت دی

د خپرېدو وخت

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي، د کشمیریانو پر وینه له هند سره سوداګري نه شي کېدلی او که اوس اسلام اباد له نوي ډېلي سره اړیکي عادي کوي، مطلب دا دی چې د کشمیر له خلکو سره لوی خیانت کوي.

ویل کېږي څه مهال مخکې د عمران خان په مشرۍ کابینې له هند سره د سوداګرۍ عادي کولو اړوند د پاکستان د سوداګرۍ وزارت کاغذونه رد کړل.

دا کاغذونه د دواړو هېوادونو د لویو پوځي او ولسي چارواکو تر اړیکو وروسته کابینې ته استول شوي وو.

عمران خان "ستاسو لومړی وزیر ستاسو سره" په نوم له ولس سره ژوندیو ټلیفوني خبرو کې- چې له تلوېزون هم خپرېدې وویل:

"دې کې شک نشته چې له هند سره زموږ اړیکي ښه وي، نو له یوې خوا د نړۍ تر ټولو ستر مارکېت به زموږ سره وي، له بلې خوا د یو میلیارد وګړو لرلو سره هند موږ ته هم ستر مارکېټ دی. که زموږ ترمنځ اړیکي وي او سوداګري وي، نو ټولو ته یې ګټه ده، ځکه د اروپايي ټولنې جوړېدو سره ټولو ته ګټه ورسېده."

عمران خان د کشمیر مسله د فلسطین په څېر وبلله او زیاته یې کړه، هلته د فلسطنیانو ځمکې نیول شوې او دلته اوس د کشمیریانو ځمکې نیول پیل شوي دي.

هغه وویل، واکمنېدو سره یې ټوله هڅه کړې چې له هند سره اړیکي ښه کړي، خو یوه ستونزه د کشمیر ده چې خبرو سره اوارېدلی شي:

"خو اوس که له هند سره اړیکي عادي کوو، مطلب دا چې د کشمیر خلکو سره لوی خیانت کوو. د دوی پر ټوله خواري او نږدې یو لک شهیدانو سترګې پټول دي. دې کې شک نشته چې زموږ سوداګري به ښه شي، خو د کشمیریانو وینه به ضایع شي، ځکه دا نشي کېدلی. "

عمران خان زیاته کړه چې له کشمیریانو سره ولاړ دی: "موږ ته پته ده چې دوی څه ډول قرباني ورکړه او ور کوي یې، ځکه یې پر وینه پاکستان سوداګري نه شي کولی. "

نوموړي وویل، که هند د اګسټ ۵ هڅې بېرته واخلي، نو بیا اسلام اباد له نوي ډېلي سره د کشمیر پر مسله لار نقشه جوړولی او خبرې هم کولی شي.

هند تېر کال د اګسټ پر پنځمه کشمیر له ځانګړی حالت و اېست او د نورو ایالتونو په څېر یې کړ، چې مقابل کې یې پاکستان غبرګون وښود.

د اړیکو ښه کولو تېرې هڅې

د عمران خان دا خبرې په داسې مهال دي چې د هند لومړي وزیر نرېندر مودي په یوه لیک کې د پاکستان ورځې مبارکي( د مارچ ۲۱) ویلو سره ویلي وو: "هند د ګاونډي هېواد په توګه له پاکستاني ولس سره د ښو اړیکو هیله لري. "

کله چې عمران خان کورونا شو بیا هم مودي د هغه د روغتیا لپاره پیغام ولېږه.

د بدلون نورې نښې هم ښکاره شوې؛ عمران خان او د پوځ لوی درستیز جنرال قمر باجوه له هند سره د اړیکو ښه کولو خبرې وکړې.

تېره فبرورۍ د دواړو هېوادونو د پوځي عملیاتو مشرانو ناڅاپه کشمیر کې پر کنټرول کرښه اوربند اعلان کړ او پوره عمل هم پرې وشو.

دې چارې خلک حیران کړل او دا اټکل پیل شو چې اسلام اباد او نوی ډېلی د حالت عادي کولو لپاره د پردې شاته خبرې کوي.

د پاکستان او هند سوداګري

د ملګرو ملتونو د سوداګرۍ نړیوال مرکز د مالوماتو له مخې پر ۲۰۱۸ کال له پاکستان هند ته د ټولو صادراتو ارزښت تر ۳۸۳ میلیون ډالرو زیات و، خو دا د پاکستان د صادراتو دوه سلنه کېده.

پاکستان چې پر دغه مهال له هند څه وارد کړي د هغو ارزښت یو اعشاریه نهه میلیارد امریکايي ډالر و چې د پاکستان د وارداتو درې سلنه جوړوي.

د نورې نړۍ په څېر پاکستان له هند سره هم سوداګرۍ کې تاوان کوي، ځکه د سوداګرۍ انډول د هند په ګټه دی.

په دا مهال پاکستان کې د کاروبار ماهران او د صنعت او سوداګرۍ څانګو اړوند چارواکي وايي، د دواړو هېوادونو ترمنځ چې کومو توکو سوداګري کېږي د نه ترلاسه کېدو په وجه یې د دواړو لورو څو صنعتونه او عام کاروونکي تاواني کېږي.