د اسټرالیا بدنامه درغلګره د ماشوم تښتولو په جرم بندي شوه

د خپرېدو وخت

اسټرالیا کې د چل او درغلګرۍ بدنامه هنرواله څېره سمانټا ازوپارډي د ماشوم تښتولو په جرم مېلبورن کې زنداني شوه. هغه د جعلي هویتونو په کارولو سره د نړۍ لروبر د جرمونو اوږده مخینه لري.

اېملي پیټ، لينډسي کاولین، ډاکوټه جانسن، جیورجیا مک اولیف، هارپېر هېرنانډېز، هاپېرهارټ د دغو ټولو او ګڼو نورو نومونو تر شا یوازې همدا یوه څېره، ۳۲ کلنه متکرره درغلګره "سمانتا ازوپارډي" ده.

هغه د اسټرالیا د سیډني اصلي اوسېدونکې ده او د تېرې لسیزې اوږدو کې په ایرلنډ، کاناډا او په کور دننه بېلابېلو ایالتونو کې په وار وار په مختلفو نومونو د ورانکارۍ له کبله نیول شوې ده.

هغه بالاخره د جمعې پر ورځ د دې لپاره په دوه کاله بند محکومه شوه چې د ماشومانو د پالنې دندې لپاره یې جعلي اسناد جوړ کړي او دوه کوچنیان یې له اجازې پرته د ویکټوریا ایالت له یوې - بلې څنډې ته وړي دي.

د مېلبورن ښار قضايي چارواکو ویلي د دغه "عجیب جرم" انګېزه لا مالومه نه ده.

اغلې ازوپارډي پخوا یو ځل د جنسي اړیکو لپاره د قاچاق شوې قربانۍ په څېره کې راښکاره شوې او دا ادعاوې یې هم کړې چې ګوندې د سويډن د شاهي کورنۍ اړونده او روسۍ جمناستیک لوبغاړې ده چې د کورنۍ ټول غړي یې د ډله ییزې ځانوژنې پېښه کې له لاسه ورکړي دي.

سمانتا د ژوند د دویمې لسیزې په اوږدو او ان تر ۳۰ کلنۍ وروسته هم په پرله پسې ډول داسې ښودله چې عمر یې تر ۲۰ کلونو ټیټ دی.

کوچني جسامت، نرم او نري غږ او همدا راز په خپه څېره د ګوتو د نوکانو چیچلو ورسره دې که مرسته کړې چې دغه رول ډېر ښه ولوبوي او باور ترلاسه کړي.

هغه له کلونو راهیسې چارواکو سره ستونزو کې ګېر شوې، له بهرنیو هېوادونو را ایستل شوې او د لنډې مودې زندانونه یې هم تېر کړې دي، خو کیسې یې بیا هم دوام موندلی.

جالبه دا ده چې قضايي چارواکي وايي سمانتا ازوپارډي دا کارونه د دې لپاره نه دي کړي چې له دې لارې پیسې وګتي او داسې هم نه ده چې دا هر څه دې یې د نوم ګټلو لپاره کړې وي.

د محاکمې پر مهال وویل شول چې هغه له سخت شخصیتي اختلال او داسې نادره رواني وضعیت سره مخامخ ده چې په اجباري دروغو کې نغښتی وي.

د روغتیايي څېړنو موضوع په وار وار د هغې د محاکمې لړۍ ځنډولې ده.

د جعلي پالونکې رول

دا وروستۍ قضیه چې سمانتا یې له مخې محاکمه شوې په ۲۰۱۹ کال ویکټوریا کې له یوې فرانسوۍ جوړې سره شوې وه.

ازوپارډي دوی ته ویلي وو چې اتلس کلنه ده او ساکا نومېږي. نوموړې له دوی سره تر څه مودې کار او کور تر پاتې کېدو وروسته، ماشومان د چکر په پلمه باسي، خو ګیلانګ کې د پاتې کېدو پر ځای یې ۲۰۰ کیلومتره لیري بېنډیګو ښار ته بیايي، چې هلته بیا د پولیسو لخوا لېدل کېږي.

هغه د پولیسو لخو تر تعقیب وړاندې یوه نږدې ځايي مشورتي مرکز ته ورغلې او ځان یې مېندواره ورپېژندلی دی.

سمانتا په دې موده کې ان یو سړی دې ته هم راضي کړی چې دغه مرکز ته زنګ ووهي او ځان د هغې پلار معرفي کړي.

هغې تر دې کار وړاندې یو کال له دې فرانسوۍ جوړې سره د ماشومانو د پالنې دنده پر مخ وړې وه.

دې کورنۍ ویلي چې په دې موده کې له برېسبن - مېلبورن ته وکوچېدل او سمانتا هم ورسره ولاړه، خو هلته پرې څه موده وروسته پوه شوي چې نوموړې په جعلي هویت ځان ورپېژندلی دی.

د دغو ماشومانو مور "مامه میا' ویبپاڼې ته ویلي: "د لور په څېر چلن مې ورسره کاوه. چې په حقیقت پوه شوم، ډېر د وحشت احساس راولوېد. پوهېدو چې دروغ یې راته ویلي او دغه کار هېڅ منطق نه درلود."

د ډوبلین ګونګه لوبه

د ایرلنډ د پولیس افسر ډیویډ ګالاګېر هم د ۲۰۱۳ کال اکتوبر ډوبلین کې له اغلې ازوپارډي سره په عجیب ډول مخامخ شوی و. نوموړی یې هغه مهال په اصلي نوم نه پوهېده. هېڅوک نه پوهېدل.

ځايي رسنیو وروسته د 'پوست خوني نجلۍ' بلله ځکه پولیسو لومړی ځل د ډوبلین ښار د عمومي پوست خونې مخ ته درولې وه، خو دې هېڅ خبرې نه کولې.

پولیس افسرانو هغه له دې وېرې چې د انساني قاچاق قربانۍ به وي - روغتون ته وړې وه چې هلته بیا دوه اوونۍ پاتې شوه، خو په دې موده کې یې یوه کلمه هم له خولې ونه وتله.

هغې که څه هم پولیسو خپل نوم او عمر په خولې وانخیست، خو د لاس په اشاره یې ورته ښودله چې ګوندې ۱۴ کلنه ده.

دغه کار پولیس اړ کړل چې د امنیتي کمرو په وسیله اخیستل شوي تصویرونه وڅېړي او کور په کور پلټنه وکړي.

دوی ان د ماشومانو د خیر ښېګڼې متخصصانو ته مراجعه وکړه، د انټرپول د ورکو کسانو د خدماتو څانګې سره یې اړیکه ونیوه، د کډوالو څانګې ته ورغلل او د کورني تاوتریخوالي او جنسي زور زیاتي واحد سره یې هم خبرې وکړې.

پولیس تر هغې وروسته چې پام یې شو چې د دې نجلۍ غاښونو ته قالب په وروستیو کې لګېدلی د هېواد لروبر د ماشومانو د غاښونو ډاکترانو سره اړیکه ونیوه، چې که چېرته یې هغه لیدلي وي.

ښاغلي ګالاګېر بي بي سي ته وویل: "دې لوبې پای نه درلود. هغه د ماشومانو روغتون ته ولېږدول شوه، نه یې څه خوړل او نه یې څه ویل. دا ټوکې نه وې."

پلټونکی پلاوی بالاخر اړ شو چې له سترې محکمې له خلکو څخه د مالوماتو لپاره د هغې د عکس د خپرولو اجازه وغواړي.

په دې توګه یوې کورنۍ چې ازوپارډي د ایرلنډ د سفر د پیل پر مهال ورسره پاتې شوې وه، اړیکه ونیوه، هغه وپېژندل شوه او د پولیسو په ملتیا بېرته اسټرالیا ته ولېږل شوه، خو د سفر تر پایه یې خبرې ونه کړې.

کلګري کې د تښتونې جعلي کیسه

راتلونکی کال ازوپارډي د کاناډا کلګري کې را څرګنده شوه. ورته نقش یې ولوباوه خو دا ځل بې غږ درلود.

نوموړې ادعا کوله اورورا هېپبورن نومېږي، څوارلس کلنه او د زور زیاتي قربانۍ ده چې له تښتونکې را تښتېدلې ده.

نوموړې هغه مهال اصلا ۲۶ کلنه وه.

په دې توګه یو ځل بیا څېړنو او روغتیايي پاملرنې څو اوونۍ وخت واخیست، چې بالاخره د دې او د ډوبلین پېښې ترمنځ د تړاو کیسه ثابته شوه.

دا ځل هغه د کلګري د پولیسو په غافلولو تورنه شوه.

پولیسو وویل د هغې دا ډرامه له اړتیا پرته د څېړنو، د کارپوهانو د بوختېدو او د زور زیاتي د نورو احتمالي قرباني ماشومانو د شتون په اړه د اندېښنو لامل شوه.

هغه له کاناډا څخه هم د ایرلنډ په څېر د پولیسو په ملتیا اسټرالیا ته ولېږل شوه.

خو وروسته څېړنو وښوده چې ازوپارډي له ایرلنډ څخه تر شړل کېدو شپږ میاشتې وروسته یو ځل بیا په نوي پاسپورت د ماشومانو د پالونکې په توګه دغه هېواد ته تللې وه.

د نوموړې بې شمېره نور هویتونه او نورې کیسې هم شته.

یوه امریکایۍ سیلانۍ اېملي بامبېرګر کوریر ورځپاڼې ته ویلي چې ازوپارډي په ۲۰۱۴ کال د سیډني د سفر پر مهال په دې تېر ایستلي چې ګوندې نوموړې د سوئډن د شاهي کورنۍ غړې 'انیکا ډېکار' ده او ګواکې کوچنیتوب کې تښتول شوې ده.

په یوې بلې قضیه کې یې یوې بلې کورنۍ ته ویلي وو چې د روسیې د جمناستیک لوبغاړې ده او د کورنۍ ټولو غړو یې فرانسه کې په ډله ییزه توګه ځان وژلی دی.

د محکومیت کیسه

د سمانتا ازوپارډي د محکومت حکم داسې مهال د کورونا وېروس د محدودیتونو له کبله د ویډیو کنفرانس له لارې اعلان شوې چې د زندان جامې یې په تن وې او مخ یې ماسک پوښلی و.

هغې دا ځل خپله ګناه منلې وه.

خو د نوموړې د مدافع وکیل ټینګار پر دې و چې ازوپارډي د دغو دوو کوچنیانو د تښتلو او هغوی ته د زیان رسولو هوډ نه درلود.

قاضي هم دا ومنله چې دې پېښه کې ماشومانو ته زیان نه دی اوښتی، خو زیاته یې کړه چې د تښتول شویو ماشومانو مور او پلار له روانې اړخه کړېدلې دي.

خو محکمې دا هم منلې چې ازوپارډي له رواني روغتیا له اړخه مرستې ته اړتیا لري او تېر ژوند کې یې ستونزې ګاللې دي.