تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ايټاليا کې د کېبل ګاډي لوېدو ۱۴ او چين کې د خرابې هوا له امله ۲۱ کسان وژل شوي
ايټاليا کې د کېبل ګاډي لوېدو له کبله ۱۴ تنه وژل شوي او دوه ماشومان سخت ټپيان شوي دي. پېښه د ايټاليا په شمال کې د مګيور جهيل ته څېرمه رامنځ ته شوې ده.
په دغه کېبل ګاډي کې د تفريح او سیلانۍ له سټرسیا ښاره سپرلۍ موټېرون غرونو ته لېږدول کېدې.
په ويډيويي تصويرونو کې د ګاډي ټوټې ښکاري چې له ونو سره نژدې پر ځمکه پرتې دي.
چارواکي وايي دوه ماشومان چې عمرونه يې د پنځو او نهو کالو دي د هليکوپټر له لارې ټورين روغتون ته لېږدول شوي دي.
د ژغورنې ډلې په يوه ټويټ کې تاييد کړې چې د مړو شويو کسانو شمېر اوس ۱۴ تنو ته رسېدلی. وړاندې دغه شمېرې لږ ښودل کېدې.
چين کې خرابې هوا ۲۱ کسان مړه کړي
د چین د شمال لوېدیځ ګانسو ولایت یوه غرنۍ سیمه کې ورښت، سړې هوا او سختو بادونو ۲۱ کسان مړه کړي دي.
دغه کسان د ۱۰۰ کیلومتره په واټن د ځغاستې یوه سیالۍ کې د ګډون په لړ کې دې ځنګلي سیمې ته تللي و.
دا سیالي د شنبې پر ورځ تر هغې وروسته ودرول شوه چې د ۱۷۲ ګډونوالو د ورکېدو خبر یې ورکړل شو.
ویل شوي ډېر ځغاستونکي د سړې هوا او د بدن د تودوخې درجې د لوېدو پایله کې مړه شوي دي.
چارواکو ویلي پاتې ۱۵۱ ځغاستونکي ژغورل شوي چې اته یې ټپي دي.