تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
چين غواړي یو ځل کارېدونکي پلاستیکي توکي یو مخ بند کړي
د چین حکومت وايي، د چاپيریال ککړتیا سره د مقابلې لپاره غواړي تر پنځو کلونو یو ځل کارېدونکي پلاستیکي توکي یو مخ بند کړي.
د دې پرېکړې له مخې، د روان کال تر پای سترو ښارونو کې پر هغو پلاستیکي کڅوړو بندیز لګېږي چې هیڅ له منځه نه ځي او تر دوو کلونو به هم د هېواد نورو سیمو کې دا کڅوړې پوره بندې شي.
سابه پلوري (سبزي پلورونکي) تر ۲۰۲۵ کال تر دې بندیز پرته یا مستثنا دي.
خوړنځي یا هوټلونه هم د روان زېږیز کال تر پای له یو ځل کارېدونکو لوښو منع کېږي او باید تر ۳۰ سلنې پلاستیک کارول هم کم کړي.
له هوټلونو یا مېلمستونونو هم غوښتل شوي چې تر ۲۰۲۵ کال مېلمنو ته د کڅوړو له ور کولو ډډه وکړي.
چین د یو میلیارد او څلور سوه میلیون وګړو له خځلې یا کچرې سره لاس او ګرېوان دی.
په ۲۰۱۷ کال چین کې ۲۱۵ میلیون ټنه کورنۍ کچره ټوله شوې وه.
په ۲۰۱۰ کال چین کې د پلاستیکي خځلو اندازه ۶۰ ټنه وه چې تر امریکا ډېره وه.
په ۲۰۰۸ کال هم چین د خځلو د تولید د مخنیوي لپاره مشتریانو ته د وړیا کڅوړو ور کړه منع کړه.