د بلجیم پولیس د داسي سرتېري د نیولو لپاره پراخه پلټنه کوي چې ' له سر تر پښو په وسله پټ دی'

د خپرېدو وخت

د بلجیم د پولیسو ځانګړې څانګې د یورګن کانینګز د نیولو او موندلو لپاره پراخه پلټنه پیل کړې ده. دوی وایي، ښاغلی کانینګز پوځ کې د نښه ویشتلو روزونکی و او پام وړ وسلې او مهماتو وړلو سره ورک شوی او تر دې مخکې یې هم ګواښ پولیس اندېښمن کړي وو.

د بلجیم رسنۍ وايي، دغه ورک سرتېري له لیوپولدزبرګ پوځي اډې وسله او ډېر مهمات وړي دي.

رسنۍ دا پوښتنه کوي چې دغه سرتېری د ښي لاسو توندلارو سره هم نظر او همراز و، نو ولې یې سلاکوټ ته د ننوتو اجازه در لوده.

ویل کېږي نوموړي د بلجیم د کورونا سره د مبارزې ادارې مشر او وېروسپوه مارک ون رنسټ ګواښلی و او دا مسله سبب شوې چې اوس پولیس ښاغلی رنسټ او کورنۍ یې امن ځای ته ولېږدوي.

پولیسو د اعلانونو خپرولو سره د دلسان-سوتکم سیمې له خلکو غوښتي چې که یورګن کانینګز وویني، ور سره دې مخامخ کېږي نه یواځې د ځای پته دې یې دوی ته واستوي.

پولیس وايي، نوموړی ډېر خطرناک دی او د ګواښ کچې له پلوه څلورمه درجه کې دی او ښايي پر خلکو یا موسسو د برید پلان ولري.

د سې شنبې ورځې وروستیو او د چارشنبې په سهار پولیسو د لیمبرګ ولایت دیلسان-ستوکم سیمه کې پراخه پلټنه وکړه.

ویل کېږي د تورن ګاډی یوه ځنګلي انګړ کې موندل شوی چې پکې ډول ډول درنې جنګي وسلې او مهمات موندل شوي دي.

پولیسو دغه ګاډي کې ټانک ضد توغندي، مهمات او د کلاشینکوف په ګډون وسله او مرمۍ ضد واسکټ موندلي دي.

پولیس باوري دي چې لا هم له نوموړي سره پام وړ وسله او مهمات شته.

پولیسو د هالنډ پولې سره نږدې ۱۲ زره هکتاره ځمکه کلابند کړې او خپل اعلان کې یې د پوځ د نښه ویشتلو دغه روزونکی "سخت بالقوه ګرځندی توندلاری" بللی دی.

نوموړي خپلو یادښتونو کې له پولیسو سره د مبارزې خبره کړې او ویلي یې دي: "نور داسې ټولنه کې ژوند نه شي کولی چې سیاستوالو او وېروسپوهانو ترې هرڅه واخیستل. "