کورونا وېروس؛ هند کې ۲۴ ساعتونو کې ۴ نیم زره کسان مړه شوي؛ افغانستان کې هم مثبتې پېښې ډېرې شوې

د خپرېدو وخت

هند کې که څه هم په کورونا د اخته کېدو پېښې په کمېدو دي خو مړینو کې یې کمښت نه تر سترګو کېږي او دغه هېواد تېرو ۲۴ ساعتونو کې له دې اړخه نوی ریکارډ جوړ کړی دی.

تېره یوه شپه او ورځ هند کې ۴۵۲۹ کسان له کوویډ-۱۹ ناروغۍ مړه او ۲۶۷ زره ۳۳۴ تازه پرې اخته شوي دي.

دا د مې میاشتې له ۱۲مې راهیسې ۷مه پرله پسې ورځ ده چې هند کې هره ورځ له ۴۰۰۰ ډېر کسان له کورونا مړه کېږي.

بله خوا له دغو تازه ارقامو سره هند کې تر دې دمه په کورونا وېروس د ټولو اخته تشخیص شویو کسانو شمېر هم په ۲۵ میلیونو اوښتی او شاوخوا ۲۷۵ زره کسان ترې مړه شوي دي.

خو دا د هند د حکومت لخوا خپور شوی رسمي شمېر دی او روغتیايي کارپوهانو وايي دقیق ارقام ښايي د دې څو برابره لوړ وي.

تور فنګس؛ هند ته یو بل سرخوږی

هند کې د کورونا ترڅنګ په دې وروستیو کې یو بله نادره ناروغي هم په خپرېدو ده چې موکورمیکوزیس یا تور فنګس یې بولي.

د هند مخلتفو ایالتونو کې روغتونونو ویلي چې د دې ناروغۍ د درملو له سخت کمښت سره مخامخ شوي دي.

موکورمیکوزیس ډېره نادره ناروغي ده چې په ونو، بوټو، سبو، تازه مېوې، سرې او کرنیزې خاوره کې له شته فنګس خپرېږي.

خو هند کې ډاکتران اوس وايي دا ناروغي ښايي د کورونا سختو ناروغانو ته د سټرایډونو له کارولو هم پېښه شي. دغه فنګس د پزې له لارې وجود ته ننوځي او مغز او سږي اغېزمنوي.

ګنګا سیند کې مړي

بله خوا هند کې چارواکي وايي له څه مودې راهیسې یې له ګنګا سیند سلګونه مړي را ایستلي او ګڼ نور د دغه سیند پر غاړو شګو کې ښخ شوي دي.

چارواکي وايي ډېر دغه قبرونه تازه جوړ شوي او اټکل دا دی چې د هندو مذهبو به وي.

دوی په دې اړه څېړنې کوي چې خلک ولې د خپلوانو مړي د سیځلو پر ځای سیند ته غورځوي او یا یې د سیند په غاړه ښخوي.

افغانستان کې د کورونا وروستی وضعیت

افغانستان کې هم چارواکي وايي د کورونا وبا د درېمې څپې په لړ کې مثتبې پېښې په ډېرېدو دي.

د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د دغه وېروس ۴۵۳ نوې پېښې ثبت کړې او لس کسان له کوویډ-۱۹ مړه شوي دي.

افغانستان کې د کورونا تر ټولو ډېرې پېښې پلازمېنه کابل، کندهار، ننګرهار، لوګر او جوزجان کې ثبت شوې.

په دې توګه افغانستان کې تر دې دمه په کورونا د ټولو اخته تشخیص شویو کسانو شمېر په ۶۴ زرو اوښتی چې له ۲ زره ۷۷۰ ډېر ترې مړه شوي دي.

پاکستان او ایران کې کورونا

پاکستان کې د قوماندې ملي عملیاتي مرکز (این سي او سي) چې د کورونا وېروس اړوندې چارې تنظیموې اعلان کړی چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورنا ۳ زره ۲۵۶ تازه پېښې ثبت شوې دي.

په دې موده کې ۱۰۴ کسان دغه هېواد کې له کوویډ-۱۹ مړه شوي هم دي.

ایران کې بیا وضعیت تر پاکستان لږ څه ترینګلی ښکاري.

د ایران روغتیا وزارت ویلي دغه هېواد کې تېره ورځ ۲۳۳ کسان د کوویډ-۱۹ له کبله مړه شوي او په دې توګه د دې وبا له پیل راهیسې د ټولو مړینو شمېر ۷۷ زره ۷۶۵ ته رسېدلی دی.

د جان هاپکنز پوهنتونو لخوا د خپرو شویو ارقامو له مخې ټوله نړۍ کې په کورونا د اخته تشخیص شویو کسانو شمېر په ۱۶۰ میلیونو اوښتی دی او نږدې ۳ نیم میلیونه ترې مړه شوي دي.

امریکا لا هم تر ټولو ډېر اغیزمن هېواد دی چې نږدې ۳۳ میلیونه وګړي یې په کورونا اخته او ۵۸۷ زره ترې مړه شوي دي.

هند بیا د کورونا په نوي مرکز اوښتی چې څه باندې ۲۵ میلیونه کسان پکې په کورونا اخته او له ۲۷۵ زرو ډېر ترې مړه شوي دي.